ورزش

د عرب فوټبال جام نیمه پایلوبو کې تونس د مصر او قطر د الجزایر پر وړاندې مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د عرب فوټبال جام سیالۍ چې نږدې درې اونۍ وړاندې په قطر هېواد کې پېل شوي وروستۍ مرحلې ته ننوتی چې تونس، قطر، مصر او الجزایر نیمه پایلوبو ته لار موندلې ده.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د وروستي مهالویش له مخې به په نیمه پایلوبو کې تونس د مصر، او قطر د الجزایر پر وړاندې مخامخ شي.

په لومړۍ کواټر پایلوبه کې د تونس او عمان لوبډلې مخامخ شوې چې تونس په 2-1 بریا خپله کړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

د یادې لوبې لومړی ګول د تونس الجزیري سیف الدین له لوري په 16مه دقیقه کې ووهل شو، عمان خپل لومړی ګول په 66مه دقیقه کې راوړ چې لوبه یې مساوي کړه، خو سمدستي په 69مه دقیقه کې د مساکني یوسف په مرسته تونس ګټونکی ګول راوړ.

د کواټر په دوهمه لوبه کې د کوربه قطر او عربي اماراتو سرسختو او رقابتي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې قطر په 5-0 ستره بریا خپله کړه.

ددوی له لوري المعز علي په 6مه، 28مه او 45+3مه دقیقه کې ګولونه راوړل او هیټریک یې وواهه، دغه راز بوعلام خوخي او عبد العزیز حاتم هم یو یو ګول راوړ.

د یاد جام د کواټر پایلوبې دریمه لوبه کې د اوردن لوبډله مصر سره مخامخ شوه، چې مصر وتوانېدله په 3-1 خپلې سیال لوبډلې ته ماتې ورکړي.

ددوی ترمنځ دغه سیالي په زړه پورې حالت ته رسېدلې وه چې تر 90 دقیقو سیالي په 1-1 مساوي شوه، لومړی او یوازینی ګول د اوردن له لوري په 12مه دقیقه کې یزن النعیمات راوړ. د مصر له لوري په 45مه دقیقه کې مروان حمدي ځوابونکی ګول راوړ.

وروسته دواړو لوبډلو ته اضافي وخت ورکړل شو چې مصر غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په 100مه دقیقه کې د احمد رفعت له لوري دوهم او په 118مه دقیقه کې مروان داوود دریم ګول راوړ چې د بریا پخلی یې وکړ او مصر نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د فیفا عرب جام تر ټولو جالبه کواټر پایلوبه د مراکش او الجزایر لوبډلو ترمنځ وشوه چې پریکړه یې له 120 دقیقو لوبې سره په 2-2 ګولونو مساوي کېدو وروسته د پینالتي شاټونو په وهلو وشوه.

لومړی ګول د الجزایر له لوري ابراهیمي یاسین په 62مه دقیقه کې راوړ، چې ورپسې سمدستي په 64مه دقیقه کې د مراکش الناهیري محمد ګول راوړ چې لوبه له 90 دقیقو وروسته مساوي شوه.

د لوبڅار له لوري د 30 دقیقو اضافي وخت ورکړل شو چې په 102مه دقیقه کې د الجزایر بلایلي محمد ګول راوړ، خو 9 دقیقې وروسته د مراکش بانون بدر مساوي کونکی ګول راوړ چې لوبه یې مساوي کړه.

په پينالتي شاټونو کې د الجزایر ګول ساتونکي په زړه پورې دفاع وکړه چې په مرسته یې الجزایر د 5-3 په توپیر بریا خپله کړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به تونس د قطر پر وړاندې د دیسمبر په 15مه نېټه چهارشنبه د شپې په اوه نیمي بجې مخامخ شي، په داسې حال کې چې قطر به د الجزایر پر وړاندې په همدې ورځ د شپې په یوولس نیمې بجې میدان ته ښکته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx