نظــر

د نظام جوړونې تیوري، که د دارالاسلام مخنیوی

مسلم داودزی

غربیانو د نولسم قرن په اوږدو کې، د اسیایي او افریقایي ټولنو د استعمار په پار خپلې ټولې لارې وکارولې په ځانګړي ډول یې له دانشمندانو څخه ګټه واخیسته د استعماري سیاستونو د پراخولو او د شرق د تمدن او فرهنګ د تحقیرولو او پرې د تسلط لپاره یې له حقیقت نه لرې ډېرې فرضیې او تیورۍ وړاندې کړې( دین و سیاست در دولت عثمانی: ۲۰)

هغه تیورۍ چې یوازې د دې ټولنو د روشنفکره ډولو خلکو او واکدارانو د غولولو لپاره وې دوی ته به یې داسې ایډیال نظام ترسیم کړ چې په نشه کې به یې خپل ټول ارزښتونه ترې هېر کړل او د هغه نظام د ټینګښت په لاره کې به یې  آن د خپل هېواد وراني او د خلکو وژل هم خدمت ګاڼه. دوی به دومره په دې نشه کې مست شول چې د غربي نړۍ هر تقلید ورته سم برېښېده او مخالفت یې ورته جهالت او بې‌خبري برېښېده.

دا هغه نظریې وې، چې خپله رامنځته کوونکو یې هم پرې باور نه لاره، ٬٬ د امریکا د جمهوري نظام بنسټ ایښودونکو چې د مساوات خبرې کولې او یو انسان یې له بل سره مساوي ګاڼه په سر کې جورج واشنګټن غلام لاره او دا یې عیب نه ګاڼه همدا شان د امریکا اقتصاد په پښو ودرېدلای نه شو که له افریقا څخه یې غلامان د کاري ځواک لپاره راوستي نه و٬٬ (مقدمه بر ایدیولوژی‌های سیاسی: ۳)

تر دې دمه هم دا لړۍ روانه ده، چې غربي هېوادونه او په سر کې امریکا د دوی په وینا له درېمې درجې هېوادونو څخه وګړي په بېلابېلو نومونو غربي هېوادونو ته بیایي او هلته یې د بشري ځواک په توګه کاروي.

بریتانیا دا درې سوه کاله کېږي د طبقاتي مراتبو سلسلې سره پر خپلو خلکو حکومت کوي، خو په نوره نړۍ کې بیا د قومونو او نژادونو د همه‌شمولیت نارې تر ټولو مخکې دوی د بي‌ بي‌ سي له لارې راپورته کوي.

د سرمایه‌دارۍ نظام چې خلکو ته به یې د کم کار په مقابل کې د ډېر فراغت او وخت لرلو وعده ورکوله په خپلې دغې ادعا کې ناکامه دي برعکس د سرمایه‌دارۍ په نظام کې پرته د ګوتو په شمېر خلکو نور خلک اصلاً د سر ګرولو ته وخت نه لري.

دوی تل له دې شیطانته کار اخیستی، شرقي نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه یې د داسې نظریو او نظامونو په نومونو غولولي چې کله یې یوه نظریه ناکامه شوي، بله یې رامخکې کړې او چې بله ناکامه شي بله، په دې وختو کې چې سوسیالیزم، دیموکراسي، نشنلیزم او داسې نورې نظریې ناکامې شوي د فیمینیسم نظریه یې رامخته کړې او تر ټولو یې مخکې همدا لوستي خلک او په اصطلاح روشنفکران په نښه کړي او په دې سره غواړي تر ډېره وخته خلک وغولوي.

دوی د فیمینیسم نظام اوس مخکې مخکې کوي د دې نظام د رامنځته کېدو او تېر تاریخ ته په کتو یعنې ښځه او نر مساوي یا ښځه باید پر نر واک ولري، ښځه باید واده ونه‌کړي چې د یوه نر پورې تړل کېږي او خپلواکي یې له لاسه ورکوي.

میل یو فیمینیست دانشمند وایي: ٬٬ هغو ښځو چې واده کړی ډېرې کمې یعنې په استثناتو کې کولای شي دنده ترلاسه کړي. هغه دا فکر کاوه چې ښځې باید تر دې کچې زده‌کړې وکړي چې ناچاره شي د واده کولو پرته په کار پسې وګرځي او فکر یې کاوه چې واده کړې ښځې د بیرون کار کولو پر ځای مورتوب او ښځې‌ توب ته ترجیح ورکوي٬٬ ( مقدمه‌ای بر ایدیولوژی‌های سیاسی: ۳۲۵)

که د میل خبرو ته وګورو په ښکاره هغه څه ترې ښکاري چې اوس یې دوی په نړیوالو منل غواړي.

دوی خپله له دې ستونزې سره مخ وو، چې پر ښځو یې ظلم کاوه د دوی حق به یې خواړه او ورته لکه د مالونو غوندې ښکاره کېدې ځکه کوم قانون یې نه لاره چې د ښځو حمایت وکړي٬٬ په ۱۹۶۹ کال کې یوه ډله ښځو دا خبره وکړه: ښځې هغه طبقه ده چې ظلم پرې کېږي… موږ سړیان د دې ظلم لامل ګڼو چې پر موږ یې کوي٬٬ (مقدمه‌ای بر ایدیولوژی‌های سیاسی : ۳۳۶).

همدا شان دوی کورنۍ نه لري، نو کورنۍ نه لرل خپله د دې لامل کېږي چې پر ښځو ظلم وشي. غربي نړۍ چې یوازې اقتصادي احترام پېژني او زموږ له ارزښتونو خبر نه دي، چې دلته له اقتصاد پرته ډېر نور ارزښتونه دي، چې باید ورته پام وشي، نو دلته دی، چې هلته به فیمینیسم نتیجه ورکړي، ځکه د غربي نړۍ ښځو هسې هم روحي سکون له لاسه ورکړی حد اقل مادي سکون به ترلاسه کړي، خو دلته بیا هر مسلمان ته ښځه او که نر دی، تر هر څه وړاندې معنویات مهم دي، که دوی معنویات له لاسه ورکړي خامخا له ګډوډۍ سره مخ کېږي، ښځې ته تر هر څه مور کېدل یو لوی نعمت دی هم پر دې دنیا او هم په هغې دنیا، نو ته چې فیمینیسم په ذریعه دا نعمت ترې واخلې پاتې څه شول په اصل کې دوی پر دې باندې پوهېږي لکه: ګریر یو بل غربي دانشمند وایي ښځو باندې ځکه ظلم کېږي، چې کورنۍ له منځه تللې او د ښځې قوت او غوښتنه کورنۍ ده٬٬ (مقدمه‌ای بر ایدیولوژی‌های سیاسی: ۳۴۱)

خو دا نظریه اوس دوی ځکه مخکې کوي، چې تر څو نورو کلونو پورې خلک وغولوي او دوی یې ښېرازه وخوري، په همدغو څو ټکو کې چې موږ وګورو، زموږ له دین او فرهنګ سره څومره ډېر توپیرونه پکې لیدل کېږي، دوی به خپل دغه نظام ته دومره تبلیغ وکړي، چې د شرقي او اسلامي ټولنو دانشمندانو او له همدې لارې عامو وګړو ته دا حقه لار ښکاره شي او دا ټول توپیرونه ترېنه هېر کړي او په نشه کې یې خپل نظامونه ړنګ، هېوادونه ویجاړ او ځانونه در په دره کړي.

د دې ادعا غوره بېلګه حکومت څخه د دین د جلاوالي نظریه ده، ځکه په اوسني مسیحیت کې دا خبره ده، چې د قیصر کار قیصر ته او د خدای کار خدای ته پرېږده، په اسلام کې بیا برعکس د اسلامي نظام پر جوړولو تر ټولو ډېر تاکید شوی خو ٬٬ غربي استعمار توانېدلی چې « له حکومت څخه د دین جلاوالي» خبیثه او خطرناکه فکر د مسلمانانو په فکرونو کې ځای کړي لکه څنګه چې په غرب کې رنسانس او علمي او صنعتي انقلاب یوازې د دین له اسارت څخه له خلاصېدو وروسته رامنځته شو، نو دا اړینه ګڼي چې په شرق کې همداسې وشي، په داسې حال کې چې دین هلته پر خلکو د کلیسا د نفوذ، د کشیشانو د تسلط او د روحاني پلرو د استبداد په معنا و خو په اسلام کې اصلاً داسې کوم څه نشته استعمار د دې لیدلوري پر قبلېدو بریالی شو چې د دې لیدلوري په لاره کې د ترکیې لائیک حکومت د اتاترک په واسطه جوړ شو، په اسلامي هېوادونو کې ځینو نورو حاکمو حکومتونو هم د ترکیې لاره ونیوله او اسلام یې د حکومت او د قضایي او ټولنیزو قانونو څخه او پر فرهنګي او تربیتي مسایلو څخه پر اغېز کولو لرې کړ او هغه یې ( د شخصي احوالو) تر کچې محدود کړ. د دین او حکومت د جلاوالي فکر باندې یوازې روشنفکر ډوله نه، آن د الازهر ځینې فارغ‌التحصیلان هم پرې اخته شول، لکه علي عبدالرزاق او کتاب یې « الاسلام و اصول الحکم»٬٬. ( خلاصه کتاب فقه سیاسی: ۳)

دې پوهانو دا هېر کړي چې د اسلام مبارک دین داسې ځانګړنې لري، چې د یوه واحد اسلامي امت د حکومت د رامنځته کېدو وړتیا لري، لومړی دا چې د اسلام مبارک دین یو منسوخ شوی دین نه دی او خدای پاک یې د ساتلو وعده کړې بله دا چې د اسلامي حکومت داسې حکومت نه دی، چې د خدای د استازي پر نامه د خلکو پر ژوند ځان تحمیل کړي، یعنې چې حاکمان څه شی روا وګڼي خدای هم هغه روا ګڼي او چې هر څه وغواړي هماغه د خدای غوښتنه هم ده بلکې واقعیت دا دی، چې اسلامي حکومت هغه حکومت دی، چې د اسلام نظام یې د حاکمیت بنسټ دی او مسوولین یې د انسانانو له منځه چې د تقوا او تخصص ځانګړنې ولري ټاکل کېږي. همدا شان اسلام د «رجال دین» له پدیدې سره ناشنا دی، ځکه هر مسلمان انسان خپله خپل د دین مسوول دی او یوازینی شی، چې شته دا دی چې په اسلام کې لکه د بلې هرې ټولنې چې د فزیک، فلسسفې، حقوقو او … هم د اسلامي علومو متخصص علما شته، د اسلامي علومو د عالمانو له حکومت سره د اړیکې ماهیت دا دی، چې له حکومت څخه خپلې لارښوونې چې اسلام هغه پر خپلو مخکښانو او ټولو خلکو واجب کړي دریغ نه کړي او د اسلامي حکومت مسوولیت هم دا دی چې د دعوت په بنسټیزې او خطرناکې دنده کې ورسره همکاري وکړي.

د اسلامي حکومت حاکم او رهبر باید له شریعت سره اشنایي ولري او د احکامو د پېژندلو لپاره یې باید د اجتهاد اهل وي. اسلامي حکومت نژادي او سیمه‌ییز حکومت نه دی او ځان په جغرافیو کې نه را ایساروي او خپلې لارې د ټولو هغو کسانو پر مخ خلاصې پرېږدي، چې په خپله خوښه یې پر اصولو او ارکانو ایمان راوړي. د دې لپاره چې د اسلام رسالت عام او جهاني دی، حکومت یې هم پراخ‌بنسټه او جهاني وي. د اسلام پراخ‌بنسټه حکومت پر درېیو بنسټیزو ستنو ولاړ دی:

لومړی: د اسلامي هېوادونو وحدت یا « دارالاسلام» که څه هم بېلابېلې سیمې وي خو ټول یې یو واحد دارالاسلام جوړوي.

دویم: قرآنکریم او سنت یوازینۍ مرجع د قانون ټاکل کېږي.

درېیم: مرکزي رهبریت لرل، امام یا خلیفه وي چې د حکوت مشري د اسلام د موازینو پر بنسټ ور تر غاړې وي.

اسلامي حکومت د قانون حکومت یا د شریعت حکومت دی، چې قرآنکریم او د خدای د رسول له سنتو څخه راخیستل شوي او د عقیدې، عبادت، اخلاقو، معاملو، د کورنیو او ټولنیزو اړیکو، د قضایي او اداري مسایلو ټولې برخې او نړیوالې مقررې رانغاړي.

د شریعت د قوانینو عملي کولو لازمیت اسلامي حکومت ته مشروعیت ورکوي او خلک په جنګي او سوله‌ییزو دواړو شرایطو کې مسوول دي چې اطاعت او مرسته یې وکړي، خو که هر کله له خپلې شرعي لارې او مقررو منحرف شو مشروعیت یې هم له منځه ځي او خلک یې د اطاعت او مرستې مسوول نه دي.

د شریعت قوانین هغه قوانین نه دي چې اسلامي حکومت دې خپله جوړ کړي وي بلکې د یوه بل ستر ځواک له لوري پرې واجب شوي او د الغا او تعطیل واک یې نه لري، اسلامي حکومت د امورو د ادارې لپاره یې مهم نه دی چې څه ډول نوم او عنوان د ځان لپاره ټاکي. که څه هم دا دوه عنوانه خلافت او امارت تاریخي عنوانونه دي او ارزښتمن مفهومونه رانغاړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

ښه لیکنه ده خو دطالبانو مشکل نه حل کوی. اوس وخت داسلامی حکومت دقانون دڅرنګوالی دی چه تفصیل غواړی. دا دتفصیل باید دشریعت او فقهی دتوپیر په سر ولاړ وی چیری دقطعی او ظنی دلایلو په اساس دغیر متغیره احکام دمتغیره احکامو نه بیل سی. هغه چه دوخت او یازمان سره او دواجب، سنت، او مباح سره تړون لری. دنوی اجتهاد په اساس عمومی، نیمه عمومی شرعی دلایل وپیژندل سی، خاص معلوم سی او داسی نور. مقاصد شرعی ښه وڅیړل سی، او دهغو سره سم دشرعی دلایلو مقصدونو ته اعتبار ورکړل سی. اباحه دټولنی دمنفعت په چوکات کی ترنظر لاندی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx