نظــر

د بشر حقوقو نړيواله ورځ

احمد ولي حقمل

د دسمبر لسمه د بشر د حقوقو نړيواله ورځ ده، په 1948 م کال د دسمبر پر لسمه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د بشر حقوقو نړيواله اعلاميه تائيد او اعلان کړه.

دغه اعلاميه چې نن يې د يو نړيوال قانون بڼه خپله کړې ده تقريباً د نړۍ ټولو هيوادونو امضاء کړې او د عملي کولو تعهد يې کړی دی او هغه هيوادونه چې دا اعلاميه په صحيح توګه نه تطبيقوي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د مختلفو فشارونو او بنديزونو سره مخ کيږي.

نن د امريکا حکومت خپل ځان د دې اعلاميې مخکښ بولي، چې ګواکې دوی نړۍ په دغه اعلاميې سره ونازوله او هر کال پر دې  ورځ د امريکا د هغه وخت د ریس جمهور روزويلټ خورا ډېره ستاينه او درناوی بيانيږي.

خو واقعت دادی چې د نړۍ اکثره ملتونه او اوسېدونکي يې د امريکا او د امريکا د متحدينو له لاسه د خپل اساسي انساني او بشري حقوقو څخه بې برخې دي.

که چېرې د بشر حقوقو د نړيوالو تنظيمونو د تېري يوې او دوو لسيزو کلني رپوټونه وګورو نو د امريکا اصليت به را معلوم سي چې څنګه يې بشري حقوق نقض کړي او د نقض کوونکو ملاتړ يې کړی دی.

انساني ورورګلوي او د هيوادونو تر منځ د مساواتو کوم ژغ چې ملګرو ملتونو 70 کاله تر مخه پورته کړی و، د هغه تر ټولو لوی نقض کوونکی خپله د ملګرو ملتونو سازمان دی، ځکه چې د امنيت د شورا پنځه دايمي غړي هر وخت او په هر حالت کې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ملګرو ملتونو هره فيصله رد کولای شي، پر هر چا او هر هيواد بنديزونه لګولای شي، سياسي لاسوهنې کولای شي او حتی د نظامي استعمار حق هم دوی ته ورکول سوی دی، نو که چيرې دا انصاف او برابري وي، بايد د بې انصافۍ او ظلم لپاره نوي تعريفونه پيدا کړو.

د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه عملاً يوه داسې وسله (سلاح) ده چې کله يې څوکه د غريبو او اسلامي هيوادونو خواته وي د يوه داسې تېره خنجر بڼه خپله کړي چې هر څه پرې کوي او کله چې يې څوکه د سرمايه دارو او غربي هيوادونو و خواته سي نو داسې پڅه چاړه ځينې جوړه سي چې د پيشو پوزه هم نه سي پرې کولای.

نن ددې اعلاميې د اعلان څخه ۷۳ کاله وروسته د بشر حقوقو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې د نړۍ اکثره انسانان د اوليه انساني حقوقو څخه محروم دي.

واقعيت دادی چې د بشر حقوقو د لمانځلو پر ځای يې بايد مرثيه وويل سي، ځکه چې پر نړۍ باندې د يو څو هيوادونو اجاره داري او حاکميت، پر غريبو هيوادونو ظلم، د اسلامي نړۍ مسلسل استحصال، د نړۍ پر اقتصادي سرچينو د يو څو غربي هيوادونو قبضې، د اسلامي نړۍ او مسلمانانو عام قتل، د نړۍ ډېرو ځايونو کې لوږه او کاختي (قحطي)، او … ټوله هغه غمونه دي چې بايد مرثيې ورته وويل سي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx