شعـــــرونه

د ګلونو دسته/ نومير

فدامحمد نومير

تر پاريس او تر لندن ډېر ښايسته دی
په سلام ورته بلګراډ، سويس دو دسته دی

هندوکش يې د ګلکت سره سيالي کړي
لکه ناوې په طلا درست اراسته دی

د ياقوت او زمرود هار يې په غاړه
د روم،‌ فارس ښايست همه په يو پيسه دی

شنه باغونه يې عدن پر مخ د ځمکې
دښته غر يې د خاټولو ګلدسته دی

واشنګټن، نيويارک يې نه رسې ښکلا ته
نورستان لره کشمير هم خوار خسته دی

درست يورپ يې خاورو ګټو نه قربان سه
تر ماسکو او تر ډهلي ډېر خجسته دی

هم يې خلکو ته نړۍ ګوته په غاښ ده
ټول جهان يې وښايست ته آشفته دی

زه يې نکړمه صفت نور يې صفت کړي
د نومير د پلار نيکه کور برجسته دی

ډيسمبر -۲۰۲۱

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx