نړۍ

«تبلیغي جماعت» باندې د سعودي د حکومت بندیز؛ دیوبند مدرسې يې غندنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د دیوبند مشهورې مدرسې د سعودي د حکومت وروستۍ پریکړه چې له مخې يې په تبلیغي جماعت بندیز لګولی دی، غندلې ده.

سعودي حکومت د اسلامي چارو وزارت څو ورځې وړاندې په یوه ټويټ کې خطیبانو ته امر کړی و چې د را روانې جمعې ورځې خطبې د «تبلیغي جماعت» خلاف ته ځانګړې  او خلک د تبلیغي جماعت په اړه له هغه خطرونو اګاه کړي چې ټولنې ته یې رسوي.

سعودي حکومت تبلیغي جماعت د «ترهګرۍ دروازه» او «ټولنې ته خطر» ګڼلی او د دوی ټول فعالیتونه یې په دغه هیواد کې بند کړي دي.

خو د ديوبند مشهورې مدرسې بیا د سعودي حکومت دغه پریکړه غندلې او غوښتنه یې کړې چې د تبلیغي جماعت په اړه پریکړې دې نظرثاني وکړي.

دیوبند مدرسې ویلي دي چې د تبلیغي جماعت مؤسس مولانا محمد الیاس د شیخ الهند مولانا محمود حسن له شاګردانو څخه و او د نوموړي تر مشرۍ لاندې اکابرینو مخلصانه کوښښونه د دین او عمل له لحاظه ډير ګټور ول.

دوی زیاته کړې ده چې د تبلیغي جماعت کارونه په ټوله نړۍ کې خپاره شوي دي او د دغه جماعت باندې د شرک، بدعت او ترهګرۍ تورونه لګول قطعا بې معنا او او بې اساسه دي.

تبلیغي جماعت د دعوت او تبليغ جماعت يو دیني خوځښت دی چې  په ۱۹۲۶ز کال کې د مولانا الیاس له خوا د هند په میوت ښار کې تاسیس شوی دی. تبليغي جماعت دا وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره ډله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

زه خو وایم دا مشوره سعودی ته شیخ امین البشاوری او نورو غیرمقلدو او یا په اصطلاح خلفی سلفی ټرنو ورکړی نورهیڅ خبره هم نشته لدې وډار شی چی سعودیان اعلان ونکړی چی نور دیوبندیان او په مجموع کې احناف نور سعودی ته د حج او یا هم نورو کارونو په نیت سفر نشی کولای او مطلق بندیز دی پرې.

اسلام زنده باد

دی ظالمانو په ریاض کی تر ۸۰ زره سعودی انجونو او هلکانو ته د سلمان خان د کنسرت د تکت لپاره د ثبت نام اجازه ورکرل خو د عمره کولو او د دین داعیانو ته اجازه نشته.

حاجي خوشحال دفتانی

د امير عبدالله له وخته د اسلام دختمولو پريکړه شوي پوره 3 ئي حج در باندې بند کړي اوس هم لا نه پوهېږي .؟

احمد

نن ټکی دې کوشش وکړي چې دسعودی دعلماو هغه بیانونه هم نشر کړي کوم چې دوی تبلیغ د ټولنې لپاره دخطر په نامه وړاندې کوی چې مالوم شي چې د دوی وینا څومره حقیقت لري که فرمایشي بڼه لري

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx