افغانستان

هند کې د۲۵۰۰ افغان محصلینو د ویزې ستونزه حل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲مه، ۱۴۰۰ل): د هندوستان پوهنتونونو ته د بریالي شوو ۲۵۰۰ افغان محصلینو د ویزو ستونزه حل کیږي.

تردې وړاندې د هندوستان پوهنتونونو ته بریالي شوو یو شمېر هغو محصلینو چې د خپلو کورنیو د لیدنې لپاره کابل ته راغلي وو او یاهم د نورو عواملو په وجه کابل ته له راتلو وروسته د ویزو نه ترلاسه کولو له امله بند پاتې وو، شکایت کولو چې د ۲ کلونو په تیرېدو یې لاهم برخلیک معلوم نه دی.

په ډیلي کې د افغانستان د سفارت رسنیز مسئول عبدالحق آزاد پژواک ته ویلي، چې په هندوستان کې افغان سفیر فرید ماموندزي ددې ستونزې د هواري په موخه د یاد هېواد له حکومته غوښتنه کړې ترڅو هغو ۲۵۰۰ افغان محصلینو ته ویزې ورکړي، کوم چې افغانستان کې د هندوستان سفر ته انتظار باسي او خپلې درسي چارې پرمخ یوسي.

نوموړی زیاتوي، هندي چارواکو د سفیر ددې غوښتې په ځواب کې ویلي، چې دغه کار یې په خپلو لومړیتونو کې داخل کړی او هڅه کوي چې په لنډ وخت کې د یو ځانګړي اقدام په پورته کولو سره افغان محصلینو ته د ویزو آسانتیاوې برابرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx