ورزش

د چمپينز ليګ شپاړسم پړاو لپاره ډرا ترسره شوه، ميسي له اوږدې مودې وروسته د ريال مدريد پر وړاندې مخامخيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو ليګ د شپاړسم پړاو (Round if 16) لپاره ډرا ترسره شوه چې له اوږدې مودې وروسته به ليونل ميسي يو ځل بيا د ريال مدريد په ميدان راڅرګنديږي.

د چمپينز ليګ ډرا له مخې د ليونل ميسي فرانسوي لوبډله پاريس سان جرمان به د هسپانوۍ لوبډلې ريال مدريد سره مخامخيږي.

د انګلستان ليورپول لوبډله د ايټالوي کلب انتر ميلان پر وړاندې مخامخ شوه.

همدارنګه د انګلستان کلب منچسټر يونيټډ ډرا د هسپانيې کلب اتلتيکو مدريد پر وړاندې وختله.

ددې سربېره د بايرن مونش المانی کلب د اتریشي کلب سالزبورګ پر وړاندې مخامخيږي.

انګلستانی کلب چيلسي به د فرانسوي کلب ليلي پر ضد ولوبيږي.

انګلستانی کلب منچسټر سيټي به د پرتګالي کلب سپورتينګ پر وړاندې مخامخ شي.

ايټالوی کلب یوونتوس به د هسپانيې کلب وياريال پر ضد ميدان ته ښکته شي.

همدا راز هالندی کلب اژاکس به د پرتګالي کلب بينفيکا سره د تروپا اتلانو ليګ په شپاړسم پړاو لوبو کې مخامخ شي.

د چمپينز لیګ شپاړسم پړاو لوبې د هرو دوه لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي چې دواړه لوبډلې به پخپل کوربه توب يوه لوبه کوي.

د راتلونکي فبروري مياشتې په ۱۵مه ۱۶مه، ۲۲مه او ۲۳مه نېټه د لومړي کوبه توب لوبې ترسره شي، په داسې حال کې چې د ياد پړاو دوهمې ورځې لوبې د مارچ په ۸مه، ۹مه، او ۱۵مه، ۱۶مه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx