افغانستان

وزیرانو شورا د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره اقتصادي کمیسیون ته د بیړنیو اقداماتو سپارښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارلې ترڅو د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره بیړني اقدامات ترسره کړي.

دا ناسته نن د دوشنبې په ورځ په ارګ کې ترسره شوه او د افغانۍ د ارزښت ساتلو ترڅنګ د ډالرو د قاچاق او جعلي افغانیو د ویش پرضد هم خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وزیرانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارلې ترڅو د ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ارزښت ساتلو، ډالرو د قاچاق د مخنیوي سربیره باید هغه لارې چارې مشخصې کړي، کومې چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو کې اغیزناکې ثابتېدلای شي.

وزیرانو شورا په داسې مهال د افغانۍ ارزښت ساتلو په هکله اقتصادي کمیسیون ته د بیړنیو ګامونو په هکله سپارښتنه کوي، چې په تیرو څو ورځو کې افغانۍ د ډالر په وړاندې په بې سارې توګه خپل ارزښت وبایللو، د کومې له امله چې په هېواد کې اولیه توکو بیې هم لوړې شوې دي.

نن د دوشنبې په ورځ په آزاد بازار کې یو ډالر د ۱۲۵ افغانیو په بدل کې پلورل کېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

همدا اوس یو ډالر ۱۲۸ افغانیو ته ورسید. ډالر پاکسان او ایران قاچاق کیږی، جعلی افغانی له پاکستان څخه راروانی دی، د پولی سیاست باندی د ملا صیب سر نه خلاصیږی، مسلکی کسانو ته څوک د خبرو مهلت هم نه ورکوی. پوهنتونونه سقوط، اقتصاد سقوط، قاچاق د ټانکونو او اسلخو ټوله شپه روان دی، یوه معلم هم تر اوسه معاش ندی اخیستی خوسې خبری دی ما پوښتنه وکړه. ژمی را روان دی یو بوری اوړه څلورو زرو ته ورسیده، او پیپ غوړی هم دریو زرو ته. اورو، اورو به خلک د امارت پر ضد سرکونو ته راوځی کچیری د دی… نور لوستل »

طاهر ثابت

ویل یی چه شهزاده بازار یی تړلی دی. نو بیا ولی افغانی خرڅیږی؟

اسلام زنده باد

که په اقتصادی کمیسون که متخصص خلګ وی کیدایشی یو نسبتا معقوله حل لاره پیدا کری، خو که، د کمیسون غری مولوی صاحب یا قاری صاحب وی نو خوند یی نشته دیی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x