افغانستان

افغانستان د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ناسته کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت مسئولین وايي، چې افغانستان به  د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو اړیکو او مطالعاتو رئیس ولي الله شاهین وايي، چې یادې ناستې ته افغانستان بلل شوی او ټاکل شوې ده چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کې ګډون وکړي.

شاهین زیاتوي، چې د افغانستان مالي او بانکي وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کول به ددې ناستې له مهمو بحثونو څخه وي.

تمه ده چې راتلونکې اونۍ د سعودي عربستان په غوښتنه د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ځانګړې ناسته ترسره شي.

د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې دغې ناستې ته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، برتانیې، چین، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو استازي هم بلل شوي دي.

افغان سیاستوال او د چارو شنونکي دغه ناسته د افغانستان لپاره دیره مهم بولي.

داچې پاکستان له یادې ناستې څخه څه غواړي په اړه یې پاکستانی خبریال طاهرخان وايي، چې پاکستان له بډایو هېوادونو څخه غواړي ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي او په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی وکړي.

د اسلامي نهضت او یووالي ګوند مشر سید اسحاق ګیلانی ددې ناستې د اهمیت په اړه وايي، ډیری اسلامي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې نه لري، چې له دې ناستې وروسته به اسلامي هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې بیرته راژوندۍ او په ټولیزه توګه به د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره یو ګام پورته کړي.

تردې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي وو ترڅو د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپيژني.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه اونۍ کې د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې د اسلامي هېوادوو له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه له سعودي عربستان او قطر څخه د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنې ترڅنګ هغوی هڅولي ترڅو په دې سختو شرایطو کې د افغان مسلمان ولس ترڅنګ ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښه به دا وي چې دا اغونډه بايد په يو بل اسلامي هېواد کې وشي. پاکستان تپ وتلاش کوي چې خپل اشغال ته د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ليارې او يا د دديني علماو له ليارې مشروعيت وروبښي چې دا به په لوی لاس لا پسې افغانستان د پاکستان احسانمند (پوروړی) او له دې ليارې به يې مشروعيت ته لار اواره کړي چې دا يو ډول لابي ده او بل کوښښ کوي چې د افغانستان او هند ترمينځ د يو حايل ديوال په توګه بڼه خپله او په دې توګه ځان د افغانستان لپاره په نړيوال سټيج کې… نور لوستل »

Karwan

ډير تشکر تحليل گر صاحب،
چه په فلسپو مو تشريح کړي! فکر نه کوي، چه طالبانو پنځه کاله حکومت کړي وه او شل کاله ئي سياسي، فرهنگي او وسلواله مبارزه وکړه او په اوس وخت کي پوره تجروبه لري. گوره سعيده چه هر ځوک یي، زه د نه پيږنم، يواځي دومره درته ليکم: ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مکړه، زه په دي افتادګي کي لوي کړنګ يم. مطلب داچه طالبانو ته په ټيټه سترګه مه کوري، انشاالله هغوي هر ځه ته متوجه دي! کاروان

سردار

په لومړی قدم کښي باید داغونده په یو بل هیواد کی شوی وایی نه په پاکستان کښی او بیا باید دی نړی ټول اسلامی هیوادونه دی پنجاب غلامانو ته ووایی چی دی دوی اسلام کوم ‌‌‌‌‌‌ډول دی چی تر اوسه داسی اسلام چی دی پنحاب غلامانی مخته وړیی په هڅ هیواد کی نشته او نه په کوم اسلامی. کتاب کی دا ‌‌‌‌‌‌ډول اسلام لیکل شوی ده

Karwan

سراره، ستا ځرګندوني ديوه منافق دي اونه ديوه مسلمان، پس ته داسلام نه هيځ خبري مه کوه، تاسي خو په رشوت، غلا، ليواتت، زنا، اختيطاف، مرموزي وژني او نورو اخلاقي فسادونو کي دنړي ريکارډ کټلي دي! په مرگ وشرميږه، ورک شه ذليل حيوانه. کاروان

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x