افغانستان

چین د افغانستان کرنیزو حاصلاتو ته هوايي دهلیز جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): چین غواړي د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو د لیږد لپاره یو هوايي دهلیز جوړ کړي.

دا څرګندونې تیره ورځ په کابل کې د چین سفیر «وانګ یو» په هغو مراسمو کې کړي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د چینايي مرستو د یوې جوپې سپارلو په موخه جوړ شوي وو.

نوموړي زیاته کړې چې با ثباته افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی.

چینايي سفیر دغه راز ویلي، چې هېواد یې له افغانانو سره د بشري مرستو په موخه د خوراکي توکو، ګرمو جامو او درملو په ګډون د څلوېښت ملیون دالرو په ارزښت بشري مرستې چمتو کړي چې د انتقال بهیر یې دوام لري.

د چین سفیر وانګ یو دغه راز وویل: «مونږ د افغانانو ستونزې محسوسو، مونږ هڅه کوو افغاني صادراتو ته یو دهلیز جوړ او افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو ترڅو د فقر مشکل حل شي.»

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین ارسلاخان خروټي هم ددغو مرستو د تسلیمولو پرمهال د چین هېواد له خلکو او حکومت څخه مننه کړې چې په دې سختو شرایطو کې یې افغانستا ته مرستې رالیږلي دي.

باید وویل شي چې د چین هېواد له دې وړاندې هم افغانستان سره په زیاته کچه بشري او روغتیايي مرستې کړي او په ملیونونو ډوزه د کرونا واکسین یې هم د افغانستان د روغتیا وزارت په اختیار کې ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زراعتی حاصلات باید مکانیزه هم شی، سړی خونی ورته جوړې شی، اصلاح شوی تخمونه باید دهقانانو ته ورکړل شی، حاصلات باید په فنی و مسلکی توګه را ټول شی. افغانستان ډیری دشتی لری چی ټولی یی کیداشی چی ورڅخه ګټه واخستل شی. قسم می په الله چی د دریو کالو لپاره وزیر د زراعت وای نور به مو د هند غنمو ته احتیاج نکاوو. تاسی به باور ونکړی چی سعودی خپل حاصلات او سبزیجات ګاونډیو هیوادو ته صادره وی. ریګی او چی دشتی یی د حاصلاتو وړ ګرځولی دی. په یوتوب کی یی وګوری چی څنګه د ځمکی څخه اوبو… نور لوستل »

مجاهد

د طوطی او انسانی خبرو تر منځ توپیر دا دی چه طوطی یواځی هماغه ور یادی شوی خبری تل تکراروی ، ستاسی ټولی خبری چه څه باید وشی سمی مګر ناسمه وخت کی یی یادوی، اسلامی امارت په یورنی یا د څلورو میاشتو وړوکتوب کی دی، ګرځیده یی لا ندی زده کړی او نه پودیجه لری ، داسی کور کی زیږیدلی چه غلو یی هر څه لوټ او تالا کړی ، او ځینی یی کمین ورته نیولی او طوطیانو ته یی دنده سبارلی چه ګډی وډی یی په اړه ووایی او ولیکی که وکولای شی د عوامو مینه یی په… نور لوستل »

طوطی

مجاهد ته: ستاسو له خبرو ماته ستا اسلامی اخلاق او رویه له ورایه معلومیږی. ځینی ګنهګاره شرمیدلی او مجرمین چی غواړی خپل ضد اسلامی او ضد انسانی اعمال پټ کړی بیا خپل نوم سره د مجاهد، اسلام پال یا اسلامیار، اسلام زنده باد او داسی کلیمی اضافه کوی. زه هم کولی شم چی نوم می تغیر کړمه خو زما د طوطی نوم خوش شو. له سپګنو می هدف هغه کسان دی چی ډیری یی په دوبی، شارجی او قطر کی تجارتونه لری نن سبا یی ټول پیژنی. همدغو سپګنو په ښارونو کی زرهی موټر د موسساتو، شخصی او حکومتی ټول… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx