د مینې مجلې بندیدل او فرهنګي مافیا – حسان شلګری

لیکوال: حسان شلګری

د نن ورځې تازه خبر دی چې د پښتو ژبې منظمه چاپیدونکي وروستۍ آزاده مجله (مینه) هم وتړل شوه،دا خبره معمولي مه بولئ، په حقیقت کې دا خبر دهیواد د هغه لوستي قشر چې ځانونه فرهنګیان،شاعران، ادیبان،لیکوالان او څه او څه بولي، دنااهلۍ، بې کفایتۍ او شکست نغد دلیل دی.

زموږ د ټولنې دغه قشر چې جلال امرخیل یي فرهنګي مافیا بولي، هماغه دي چې ځانونه په اجتماعي لحاظ مافوق رتبه،غیرمسؤل او واجب الاحترام بولي، ترخپل منځ یي په لمانځنغونډو، چکچکو او مډال ویشلو یو بل داسې سره پړسولي چې نور ورسره خبره نه کیږي.

فرهنګي مافیا یعني د افغان ټولنې هغه باسواده لږه کی چې له بیت بازۍ، شعرجنګۍ، چکچکو،فوټوګرافۍاو فیسبوکي هههههه پرته بل کمال نه خدای ورښودلی او نه یي زده دی، دوی ځانونه ظاهرا د پښتو، پښتونستان او افغانستان سرسپارلي خدمتګاران بولي، مګر عملي کار یي یوازې  سمدستي مشاعرې، ټپه ایزم او ترخپل منځ ستاینغونډې دي، دوی فکر کوي چې افغانستان به په غزلو جوړیږي او په سمدستي مشاعرو به یو لویدلی ملت په خپلو پښو دریږي.

د افغان ټولنې فرهنګي مافیا هم په تیرو دیارلسو کلونو کې خورا وده کړې، او که د سیاسي، ټوپکي او فسادي مافیا سره غوږ په غوږ نه وي روانه نو ترې کمه  هم نه ده ، دې مافیا هم افغان ټولنې ته درانه فرهنګي زیانونه اړولي، ګڼ فرصتونه یي ضایعه کړي، داولس سترګو ته یي خاورې ورشیندلې، دحقیقي فرهنګي خدمتګارانو د کار او زیار میدانونه یي اشغال کړي او پوره یوه لسیزه یي د ساده اولس له باور او ارادت سره لوبې کړي دي.

افغانستان ته د امریکایانو په راتګ د فرهنګي مافیا ګوتې په غوړیو کې شوې، دوی ددې په ځای چې داشغال شوي هیواد د وضعیت او راترغاړې مسؤلیت په اړه خپل وجایب ترسره کړي، له لومړي سره یي امریکایي ډالرو ته خیټي جوال کړې،د پښتو ادب د کلاسیکي دورې له شاعرانو رامیراث شوي، دغیرت او اشغال ستیزي اشعار او بیتونه یي هیر کړل، د امیرکروړ،باباهوتک، خوشحال خان، احمدشاه بابا، ملالۍ او په راوروسته دورو کې د ملنګ جان او نورو رزمي شاعرانو هنر او حماسي افکار یي هیر کړل، او په ځای یي د اشغال او دموکراسي د توجیه لپاره د اروپایي مفکرینو او ادیبانو د اشعارو او اثارو ژباړې ته ملاوتړله.

داسې فکر کیده چې دغه فرهنګ خیل چې ځانونه یي د نبوغ او استعداد ګوډي بلل په دې دوره کې به د زیاتو مالي امکاناتو او پرانیستې فضاء له امله پښتو ادب ته ډیر خدمت وکړي، مګر وروسته ولیدل شول چې زموږ ټولنه په دوی باندې هسې تیروتې وه.

په تیرو دیارلسو کلونو کې د فرهنګي مافیا د مطرحو غړو لومړنی کار په بیلابیلو نومونو د مجلو را ایستل وو، د هیواد له لره تر بره هر تش په نوم قلموال کوښښ پیل کړ چې مجله چاپ کړي، په مختلفو نومونو مجلې راووتې، په بازار کې به چې د مطبوعاتو غرفې ته ودریدې حیران به پاتې شوې چې کومه واخلم اوکومه پریږدم، زرکه، سنځله، وبښته ،نښتر، څیړۍ، لپه، مړوند، تنده، هوسۍ، غوړګه، شمله ، لمبه، بګړۍ، نوښت، ورښت، اوښتون، پیوستون، ژوندون، پاڼه ، شنه پاڼه  او. . . لنډه داچې خدای تعالی په دې خاوره کوم مخلوق پیدا کړی و په نامه یي دمختلفو اشخاصو لخوا مجلې راووتې،په هماغو شپو کې نر هغه بلل کیده چې شین پټی ګرو کړي خو په نوي نوم مجله ورباندې چاپ کړي، زما په شمول ټول فرهنګ دوسته وطنوال ورته خوشاله وو چې مه کومه  چې مطبوعات زیات شي، مګر فرهنګي مافیا چې له دغو کړنو څخه یوازینی هدف یي ځان مطرح کول ، مشهور کول او په خلکو پیژندل و، نږدې اکثرو یي د خپلو مجلو یوازې یوه یوه ګڼه چاپ کړه.

د ډاکټر اکرم خپلواک په نامه دفرهنګي مافیا یو داسې پخوانی غړی هم پیژنم چې دهمدې مجلو په مټ یي ځان تروزارته ورساوو، اکرم خپلواک چې د باغبانانو له دارالنجات له تیښتې وروسته یي لیسه وویله  او د نرسنګ له کورس وروسته یي د وچ نهر په څړک باغبانانو کې درملتون راویوست، نه د پیاز سر او نه بیخ، مګر د دموکراسۍ په راتګ سره یي لومړی د نښتر مجلې په چاپ سره ځان دومره مشهور کړ چې لویې جرګې ته دپکتیا استازی شو، بیا یي نښتر په ګردیز کې پریښود اودی کابل ته لاړ  د رشاد په نوم مجله یي راوایسته ترڅو ورباندې پارلمان یاوزارت ته ورسیږي، رشاد مجله یي هم تر هغه وخته چاپ کړه چې د پکتیکا والي وټاکل شو او بیا یي نو پریښودله چې تراوسه یي بیا چا ځل نه دی پورته کړی.

داد مشت نمونه خروار په حیث د فرهنګي مافیا د فرهنګي خدمت مثال وو، دوی چې ځانونه یي د مجلو او مهالنیو ریکارډجوړونکي بلل پرته له دې چې د مجلو لپاره ګڼ شمیر پښتونومونه یي جوټه کړل نور یي هیڅ خدمت ونه کړ، له سلیمان غر، سپین غر ، زرکمر او سور غر راونیسه بیا د غزني تر مرڅلې غونډۍ پورې یي د هیواد د ټولو غونډیو او غرونو نومونه مستعمل کړل، په حیواناتواو حشراتو کې یوازې  ګیدړه او چینګیتاز ترې پاتې شول، د تاریخي شخصیتونو او ځایونو نومونه یي هم ټول په خپلو تک شماره مجلو کې وکارول چې اوس هر یو ځان دهماغې مجلې مسؤل مدیر بولي او بل څوک نه شي کولای په کوم ښایسته نوم یوه معیاري مجله چاپ کړي.

د فرهنګي مافیا په دې چاپي کردار ( مجلو) کې د خندا وړ صحنه خو د مجلو د استازو وه، چې دهرې مجلې د پښتۍ په دوهم مخ به یي اوږد لیست لیکلی و، ددې لسګونو مجلو د استازو لست تقریبا سره ورته وه ، په ټل کې حنیف حیران، د ټل په جازو میدان کې غزا نور غزا،په خوست کې مجیدعارف،په  کوټه کې صادق ژړک او همداسې یي په هر ولایت او ولسوالي کې پسې قیاس کړه، د مجلو په وروستۍ پښتۍ د راشن ورکوونکي چارواکي یا منبع څخه دمننې توري هم د مجلې لاینفک برخه وه.

په ۲۰۰۴م کال کې یوه امریکایي محصل د فیسبوک شبکه جوړه کړه، د څو کلونو په اوږدو کې دا شبکه په افغانستان کې هم معرفي او استعمال یي دود شو، همدلته  و چې د فرهنګي مافیا غړو پرې هجوم ورووړ  هغوی چې پخوا یي یوازې په مشاعرو ، غزل شپو ، انلاین سملاسي مشاعرو، او یو بل ته چکچکو باندې خلک غولول او همدا یي ورته د پښتو او پښتنو خدمت معرفي کاوو اوس د خپل همدې جعلي خدمت لپاره خورا مفت میدان په لاس ورغی، د فیسبوک له ترویج سره دفرهنګي مافیا زیاتره  هغوی چې ځانونه یي شاعران او ادیبان بلل، په عملي ډګر کې ټوکماران، رواني مریضان او د سلطان صاحب د دربار ټګان وختل، دوی نو دغه مهال هرڅه ته شا کړه  او یوازې په دې کې ډوب شول چې څرنګه په فیسبوک کې ډیر لایکونه ترلاسه کړي، دوی فکر کوي چې  فرهنګي خدمت د لایکونو ترلاسه کولو ته وایي.

ځیني خلک به وایي چې ولې یي ددې عبث خیلو په اړه دا عبث بحث راپیل کړی دی، وروڼو خبره د خپلې ټولنې او وطن د درد ده، په تیرو څو لسیزو کې شاید هیڅ وخت داسې نه وي راغلی چې په پښتو کې دي چاپي مطبوعات په ټپه دریدلي وي، حتی په تنظیمی دوره کې  هم په پیښور او د نړۍ په  مختلفو سیمو کې یو شمیر مجلې چاپیدلې.

خو ددموکراسۍ د دورې فرهنګي مافیا چې په چل او تزویر یي دا اوږده چپنه په خپلو اوږو ساتلې ده ددوی د نااهلۍ او بي کفایتۍ له امله همدا اوس په افغانستان کې یوه داسې پښتو مجله نشته چې په  منظم ډول دې چاپ شي د ملت غږ دې پورته کړي اود هیوادوالو فرهنګي تنده دې خړوبه کړي .

په ګرد افغانستان کې همدا یوه مینه مجله وه  که څه هم  په تول پوره نه وه او ګڼ د ملاحظې ځایونه یي درلودل خو تریوحده په خپل وخت چاپیدله چې دادی هغه هم وتړل شوه.

فرهنګي مافیا چې ځانونه غیرمسؤل او تر هرچا لوړ ګڼي دهر چا په لور د اعتراض او انتقاد  غشي ولي نه پوهیږم چې کله یي په خپل ګریوان کې هم سرونه ښکته کړي او کنه  چې دوی څه کړي دي او یا اوس څه کوي؟

دوی که  ځانونه  په نورو برخو کې له خدمت څخه  وزګار بولي په فرهنګي برخه کې یي هم د کار کوم څرک نه لګیږي، دوی په تیرو څو کلونو کې یوازې د مجلو ، مشاعرو،نقدغونډو او فرهنګ بل هرډګر شرمولی او بې اعتباره کړی دی او بس . او اوس یي چې له هرڅه ځان وزګار کړی دی، د فرهنګ خدمت ورته یوازې همدا ښکاري چې په فیسبوک کې دخپلو زامنو انځورونه  خپاره کړي.

هغه د فارسي شعر دی چې :

اسپ تازي شده مجروح به زیرپالان
طوق زرین همه در ګردن خر میبینم

د افغان وطن او افغان فرهنګ له هسک څخه هم  حبیبي، الفت، رشاد،پسرلی  او نور ستوري کډه شول او پاته نور یي سپین ږیري او له کاره ولویدل نو میدان  اوس هغو تش په نامه فرهنګیانو ته چغالي دی، چې یوازې زموږ د ټولنې په اوږو بار او دفرهنګ  په تندي د شرم داغونه دي، دوی چې په خپل منځي تبلیغاتو یي ځانونه پړسولي پرځای ده چې هوا یي وایستل شي ترڅو د واقعي فرهنګیانو لپاره دواقعي خدمت زمینه برابره شي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د