نړۍ

امریکا د تخليې د ماموریت پر مهال له افغانستان څخه د ایستل شوو کسانو ارقام نشر کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روان زیږدیز کال په اوږدو کې یې ۹۵زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي چې له منځه يې ۷۴زره کسان د تخلیې نظامي عملیاتو پر مهال ایستلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د روان کال د اګست له ۳۱مې وروسته تر دې ده د تخليې عملیات دوام لري او دوی امریکايي اتباعو ګرین کارتونو لرونکي، د امریکايي ځواکونو افغان همکاران او نورو زیانمنو افغانانو د ایستلو او په امریکا کې د مېشتیدو لړۍ روانه ده.

د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې د اګست له ۳۱مې وروسته تر دې مهاله یې ۴۷۹ امریکايي اتباع او ۴۵۰ د ګرین کارت لرونکي امریکا ته انتقال کړي دي او اوسمهال تر لسو کم امریکايي اتباع په افغانستان کې پاتې دي.

پر دې سربېره په تېرو شاوخوا درې نیمو میاشتو کې د ۲۲۰۰ افغان اتباع چې د مهاجرت ځانګړې ویزې مستحق ول او غوښتنلیک یې د امریکا له خوا منظور شوی و امریکا ته انتقال شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر ۴۰سلنه زیات افغانان چې د تخلیې د عملیاتو پر مهال امریکا ته انتقال شي دي د امریکايي ځواکونو سره د کار کولو له کبله د مهاجرت د ځانګړې ویزې شرایط یې پوره کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړ چې د ۷۴زره افغانانو له منځه چې د امریکا په نظامي کمپونو کې مستقر ول تر ۳۸زره زیات یې د مراحلو د طی کولو وروسته له نظامي کمپونو ایستي دي او نوی ژوند یې پیل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx