نړۍ

امریکا: هغه امریکايي ځواکونه نه مجازات کوو چې ملکي افغانان یې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا دفاع وزیر وايي چې دوی هيڅ امریکايي نظامي پرسونل چې د کابل ښار په ډرون برید کې دخیل ول نه مجازات کوي.

امریکايي ځواکونو د اګست په ۲۹مه په کابل کې یو ډرون برید وکړ.

په دغه ډرون برید کې چې وروسته امریکا تېروتنه وګڼله  د یوې کورنۍ ۱۰ تنه غړي چې ۷ يې ماشومان ول وژل شوي وو.

امریکايي ځواکونو ویلي وو چې دوی د ملکي خلکو په وژنې هيڅ ډول د جنګ قوانین نه دي نقض کړي او ځکه په دغه برید کې د ښکېلو نظامیانو خلاف دسپلیني اقدام نه کوي.

امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې دفاع وزارت د نظامي جنرالانو د وړاندیز پر اساس دغه پریکړه کړې او په دغه وړاندیزونو کې د حساب کتاب د نورو اقداماتو غوښتنه نده شوې.

په دغه برید کې د تغذيې او زده کړو نړیوالې غیردولتي مؤسسې کارمند زمری احمدي د کورنۍ له نهه غړو سره یوځای  وژل شوی و.

د دغې مؤسسې  مؤسس  د امریکا د حکومت دغه وروستۍ پریکړه ټکان ورکوونکې بللې ده.

استیف کوون ویلي دي چې څنګه د امریکا اردو په تېروتنې سره د لسو افغانانو ژوند اخلي او بیا دې دوی هيچا ته ځوابګوی نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

الله تعالی مو مجازات کره. سخت ظلمونه مو په نری کی روان کری دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx