ټولنیزه برخه

وچکالي کې د عمر تدابیر

حامد افغان

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت زمانه کې په مدینه منوره او شاوخوا کې سخته وچکالي او لوږه رامنځته شوه، دا وچکالي د 17هـ کال وروستۍ او د 18هـ کال د پیل تقریبا نه میاشتې وه، په دې سختو حالاتو کې عمر رضي الله عنه د خلکو د خدمت لپاره له درد او حکمته ډک تدابیر او کارونه ترسره کړی دی، پر خلکو د عمر د زړه سوي، مهرباني او خلکو لپاره دردیدلو په اړه یې مؤرخین لیکي که دا وچکالي یو کال نوره غځیدلې وی عمر به له درد او سختي نه مړ شوی و!!

ولس سره د واکمن مینه، زړه سوی او پر هغو مهرباني د واکمن د شفقت، ژوندي احساس او ویښ ضمیر نښه ده، که د وخت واکمن د “ویښ ضمیر” جوهر ولري هغه حتما د ولس ستونزو او دردونو ته درمل موندلی شي، عمر رضي الله عنه په دې کال د مصر، شام او فلسطین له والیانو مرستې وغوښتلې، مؤرخینو د دې مرستو په اړه د عمر لیکونه راخیستي دي، د دې لیکونو د پیل جملې داسې راغلې دي: وا غوثاه … وا غوثاه … واه غوثاه. یعني دا خلک وژغورئ، دا خلک وژغورئ، دا خلک وژغورئ. وا غوثاه هغه جمله ده چې د عمر د شفقت، درد او ویښ ضمیر پوره استازیتوب کوي.

دا کال په “عام الرمادة” سره یادیږي، الرماد ایرو ته وایي، څرنګه چې په دې کال د خلکو مخونه لکه په ایرو لړلي داسې ښکاریدل؛ ځکه دا کال په عام الرمادة سره یاد شو. د رمادة کال (د لوږې او کاختي کال) کې عمر بن الخطاب رضي الله عنه زکات وځنډوه، بل کال چې بارانونه وشول او خلک ښه شول نو له خلکو یې د دوو کلونو زکات په یو ځای واخیست، د یوه کال یې خلکو ته ورووېشه او د دویم کال یې بیت المال ته تسلیم کړ. داراز په دې کال کې یې د غلو لاسونه پرې کول هم منعه کړل. (الأموال لأبي عبیدة: 374/559).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx