روغتیا

برتانیا کې له اومیکرون بڼې لومړۍ مړینه، او چین کې لومړنۍ پېښه ثبت شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په برتانیا کې د کرونا ویروس نوې اومیکرون بڼې لومړۍ مړینه راپور شوې ده، په داسې حال کې چې په چین کې ددغې بڼې لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جونسن تېره ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا اومیکرون بڼې څخه یو تن ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه په دې تړاو وویل، «د کرونا نوې بڼه په روغتون کې د یو شمېر ناروغانو د بستر کېدو لامل شوې ده او لږ تر لږه په دې بڼه د اخته یو کس مړینه تایید شوې ده».

نوموړي د اومیکرون بڼې خپراوي مخنیوي لپاره د واکسینو پر دریم دوز لګولو ټینګار کړی دی. له دې وړاندې روغتیا پوهانو ویلي وو چې دریم دوز کولی شي د یادې بڼې مخه ونیسي.

د برتانیا روغتیایي چارواکي وایي چې ددوی د روغتیا څانګې هغه مهال سقوط وکړ چې له 100 زرو زیاتو خلکو د دریم دوز لګولو لپاره نوملېکنه وکړه.

بل لوري ته د چین روغتیایي چارواکي وایي چې دغه هېواد کې د اومیکرون بڼې لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

د چین دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په شمالي بندري ښار تیانجین کې روغتیایي مسئولینو هغه کس وړاندې له دې چې ټولنې ته ننوځي په نښه کړی دی.

راپور زیاتوي چې یاد اغیزمن کس څو ورځې وړاندې له بهر څخه راغلی او د اومیکرون بڼې نښې په کې موندل شوې دي، چې اوس په روغتون کې جلا درملنې لاندې دی.

چین کې په داسې حال کې د اومیکرون بڼې لومړۍ پېښه ثبتیږي چې یاد هېواد د کرونا ویروس په تړاو د صفر ستراتیجي کاروي تر څو د ۲۰۲۲م کال د بیجینګ اولمپېک لوبو لپاره بشپړ چمتو اوسي.

د چټک خپریدونکې اومیکرون بڼې په ټوله نړۍ کې د خطر زنګ پورته کړی چې یو شمېر حکومتونه یې د سفر محدودیتونو لګولو ته هڅولي دي.

د کووید-۱۹ ناروغۍ دا بڼه تېره میاشت په سویلي افریقا کې رامنځته شوه چې تر دې مهاله یې له 50 زیاتو هېوادونو کې پېښې ثبت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx