حسنی مبارک نن ددوهم ځل لپاره محکمي ته حاضرشو

Husni_mubarak_in_the_court (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۵) قاهره: دمصر لری کړل شوي اولسمشر حسنی مبارک نن یوځل بیا دخپلو دواړو زامنو علا اوجمال اوهمدارنګه دنوموړي دوخت دکورنیو چارو دوزیر په شمول ومحکمي ته حاضر شول، پخواني اولس مشر چي دروان کال په اولو کي یی اولس په وړاندي راپورته شوی وو په مظاهرو او لاریونونو یی لاس پوري کړترڅو ویی کولای شول چي حسني مبارک له واکه څخه وغورځوي، دمظاهرو په پیل کي حکومت دمظاهره کونکوپه وړاندي څه ناڅه مقاومت هم وښود چي له کبله یی زیات شمیر مظاهره کونکي ووژل شول.

حسنی مبارک باندي دخلګو لخوا تورونه لګول شوی دي چي دواک په وخت کی یی دوخت وزیر داخله ته امرکړی وو چي مظاهره کونکوباندي مخامخ ډزی وکړي، چي له کبله یی ډیرشمیر مظاهره کونکي وژل شوی وو.

دحسني مبارک له واک څخه له پرزیدو څخه وروسته دغه دوهم ځل دي چي محکمي ته حاضریږي، له حسني مبارک سره یوځای دنوموړي دوه زامن هریو علا اوجمال هم محکمي ته حاضرشوی وو، دنوموړي په زامنو باندي تورونه لګول شوی دي چي ددولت له خزاني څخه ناروا استفاده کړي ده اوپه غیرقانوني توګه یی ددولت په پیسو باندي بی شماره دارایی جمع کړي ده.

نن غرمه حسن مبارک دمصر له عالمي روغتون څخه دهلیکوپټر په واسطه وقاهري ده دپولیسو واکاډیمي ته ورسول شو چیري چي دنوموړي محمکه روانه وه دنوموړي دمحمکي داوریدلو پر وخت سخت امنیتي تدابیر نیول شوی ول ، له ۵۰۰۰ زره څخه زیات عسکراوهمدارنګه ۵۰ زغروال ټانګونه دپولیسو داکاډیمي شااوخواته ځاي پرځآی شوی وو، نوموړي له الوتکي څخه  دپولیسو اکاډیمي ته څیرمه امبولانس کي راوړل شوچي وروسته  پرچپرکټ باندي له امبولانس څخه  راکښته کړل شو،  سپیني جامي یی په غاړه وي له جامو څخه پورته یی یو شین څادراغوستي وو، زامنویی یواځي سپيني جامي چي عموما یی په مصر کي زندانیانو ته ورپه غاړه کوي اغوستي وي.

یو زوي یی چی سپیني جامي یی په غاړه وي او دخپل پلار چپرکټ یی ټیله کاوه اویوه کیمره هم ورسره وه چي عکاسی یی په کوله، دحسني مبارک دمخالفینو له لوري دمحمکي په ډول اوطرزباندي سخته نیوکه وشوه، ځینو ویل حسني مبارک ته ولی دغه امتیاز ورکول شوی وو،چي له سپینو جامو وروسته دي شین شین څادرغوستی وو اوبل څرنګه یو زنداني کولی شي دبل زنداني چبرکټ دي ټیله کي اوبیا څرنګه یوزنداني دومره ازاد وي چي دخپلي محمکي په وخت دي کیمره په لاس کي ونیسي او عکاسي دی وکړي.

دحسني مبارک دمحکمي په وخت دپولیسو داکاډیمي شااوخواته به سلګونه دحسنی مبارک مخالفین اودنوموړي طرفداران چي ناری وهلي مونږدحسني مبارک بچیان یو راټول شوی ول چي ځینو یی دنوموړي په حق اوځینو یی بیا په خلاف شعارونه ورکول، دپولیسو داکادیمي له مرکز څخه دبی بی سي خبریال خبرورکړل چي دحسني مبارک مخالفت کونکي اکثره دهغو وژل شویو کسانو خپلوان وو، چي دتیرو مظاهرو په وخت کي دحکومت له لوري وژل شوی وو، ویل کیږي دحسني مبارک دپلویانو اومخالفت کونکو ترمنځ نښتي هم رامنځ ته شوی، دواړو خواوو یوپربل باندي دډبرو وارونه وکړل اودنښتي له کبله دواړو لورو کي څوکسان ژوبل هم شول.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسی

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د