نړۍ

د المکتبه الشامله جوړوونکی «الشیخ مشرف الشهري» وفات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د زرګونو کتابونو مجموعې «المکتبه الشامله» د جوړوونکو له جملې مهم غړی او د زرګونه علمي کتابونو او درسونو راټولونکی «الشیخ مشرف الشهري» د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

شیخ مشرف د اسلامي کتابونو مجموعې «المکتبه الشامله» د جوړوونکو له جملې څخه و، دغه راز د مشهورې علمي ویبپاڼې «الباحث العلمي» بنسټګر دی چې زرګونه کتابونه یې د ګټې اخیستنې لپاره پورته کړي دي.

ښاغلي الشهري همدارنګه د یو شمېر نورو ویبپاڼو له لارې، لکه «جامع الدروس العلمیه» او «جامع المخطوطات الِاسلامیه» زرګونه کتابونه، علمي رسالې، بحثونه او مقالې پورته کړي چې په وړیا توګه ترې ګټه پورته کېدلی شي.

نوموړی د اسلامي نړۍ د عالمانو او علمي بحث کونکو لوی محسن ګڼل کیږي چې پر انترنیت یې د مختلفو ویبپاڼو له لارې ددوی زرګونه کتابونو پورته کړي او خلکو ترې ګټه پورته کړې ده.

د راپورونو له مخې د ښاغلي الشهري د مړینې لامل د هغه اوږدمهاله او لا علاجه ناروغي وه چې له کبله یې په وروستیو کې په روغتون کې بستر شو، خو د څو ساعتونو درملنې وروسته د طبي کارکوونکو له خوا د هغه د مړینې خبر ورکړل شو.

شیخ مشرف ته نږدې کسانو تایید کړه چې د هغه د جنازې لمونځ نن سه شنبه د ریاض ښار الراجحي په جامع مسجد کې د ماسپښين له لمانځه وروسته ادا کیږي چې د النسیم په هدیره کې به خاورو ته وسپارل شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx