روغتیا

«کرونا وبا نړۍ کې له 500 ملیونو زیات خلک د سختې بېوزلۍ ښکار کړي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د کرونا وبا له کبله په تېرو دوه کلونو کې د نړۍ له نیم ملیارد څخه زیات خلک په داسې حال کې د سختې بېوزلۍ ښکار شوي چې روغتیایي لګښتونه یې له خپلو جیبونو کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او نړیوال بانک په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغې وبا په نړیواله کچه روغتیایي خدمتونه اغیزمن کړي او له 1930م کال راهیسې تر ټولو ناوړه اقتصادي بحران ته لاره هواره کړې چې د خلکو لپاره یې په روغتیایي برخه کې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

د یاد سازمان عمومي مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس ویلي چې ټول حکومتونه دې ددغه حالت مخنیوي لپاره عاجل ګامونه پورته کړي او خپلې هڅې دې ګړندۍ کړي تر څو هر کس روغتیایي خدمتونو ته پرته له کومې مالي ویرې لاسرسی ولري.

په نړیواله کچه د کووید-19 ناروغۍ پر روغتیا او اقتصاد ناوړه اغیز کړی چې په لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په انسانانو کې د معافیت پوښښ کمزوری شوی او دا د ټي بي او ملاریا ناروغیو له کبله د مړینې زیاتوالي لامل شوی دی.

د روغتیا، تغذیې او نفوس نړیوال سازمان مشر پر حکومتونو غږ کړی چې د روغتیا بودیجې زیاتولو او د ناروغانو خوندي کولو لپاره باید ځینې ستونزمن انتخابونه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په نړۍ کې د غربت کچه زیاتیږي، عایدات کمیږي او حکومتونه هم له سختو مالي محدودیتونو سره مخ دي چې ممکن مالي ستونزې نورې هم زیاتې شي.

په 2020م کال کې د کرونا وبا روغتیایي اسانتیاوې اغیزمنې کړې وې او د کرونا ناروغۍ څخه د مقابلې په برخه کې د هېوادونو روغتیایي سیستمونه له خپلې اندازې تر ډیر فشار لاندې وو.

د نړیوال بانک یوه چارواکي ویلي، «د نړیوالې ناروغۍ له خپریدو وړاندې، نږدې یو ملیارد خلکو د خپلو کورنیو بودیجې څخه له 10 سلنې زیات پر روغتیا لګولې چې دا د منلو وړ نه دي، دوی وایي چې حکومتونه په دې لړ کې باید پام وکړي».

د یادونې ده چې د کرونا ویروس د 2019م کال د دیسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین له هوبای ایالت ووهان ښار څخه خپره او ټولې نړۍ ته ورسېده، چې تر دې دمه یې درې ډوله بېلا بېلې بڼې راڅرګندې شوي او 271 ملیونو زیات کسان پرې اخته شوي دي چې له مخې یې 5 ملیونه او 331 زره ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx