افغانستان

«امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخندزاده کندهار کې له سیمه‌ییزو چارواکو سره کتلي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سې شنبه امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې د دغه ولایت سیمه‌ییزو چارواکو سره کتلي دي او هغوی ته یې سپارښتنې کړي دي.

د کندهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې شیخ هبة ‌الله اخندزاده په دغه کتنه کې د افغانستان ازادي، له جګړو څخه خلاصون او ډاډمن امنیت  د خدای لوی نعمت ګڼلی دی.

په دغه کتنه کې ښاغلي اخندزاده وویل چې د افغانستان اسلامي امارت داسې جوړ دی، چې ټول لوړ رتبه او ټیټ رتبه مسئولین او مامورین یې د همدې هیواد او خاوري دي، ټول دلته په دې خاوره کي اوسیږي او په بشپړه توګه اسلام، هیواد او ولس ته ژمن دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغه کتنه کې شیخ هبة الله اخندزاده چارواکو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې  عاجزي وکړي، ځانونه په بشپړه توګه کنټرول کړي او د ولس سره لاره خپله کړي.

هغه همدا راز وویل چې ټولې نظامي ادارې باید خپل پرسونل په ښو اخلاقو سمبال کړي او باید له ولس سره ښه سلوک وکړي.

شیخ هبة الله همدا راز پر ټولو دولتي مسوولینو غږ وکړ چې په خپلو منځونو کي پوره همغږي ولري او په ګډه ستونزي له منځه یوسي او  د بیت‌المال ساتنه په سم ډول وکړي.

همدا راز له مسوولینو وغوښتل شول چې په ادارو کي د ټاکنو په تړاو خپلوي ونه کړي او یواځې هغه کسان په کار وګماري، چي وړ یې وي، تقوا او پرهیزګاري ولري.

شیخ هبة الله ټول دولتي کارکوونکي د آمر د امر اطاعت ته راوبلل او له دې يې منع کړل چې د چا څخه تحفې واخلي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دولتي مسوولین دې د ولس څخه ځانونه نه پټوي؛ بلکي هر وخت دې ورسره مجلسونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx