افغانستان

کورنیو چارو وزارت مسوولین د فیصل کورنۍ ته  د تسلیت لپاره د هغوی کور ته ورغلي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د فیصل کورنۍ ته چې څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو د کابل په قوای مرکز سیمه کې په تېروتنې سره وژلی و د تسلیت لپاره ننګرهار ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دغه پلاوي کې د دغه وزارت معین مولوي نورجلال، د مقام ستر یاور عبدالرحیم ثاقب او دفتر رئیس په شمول د اسلامي امارت یو شمېر مشرانو ګډون درلود.

د کورنیو چارو وزارت معین مولوي نورجلال د غمشریکۍ په دغه غونډه کې وویل چې دوی د فیصل د کورنۍ او ټولو خپلوانو سره ځان په دغه غم  کې شریک بولي او په دغه پېښه د اسلامي امارت ټول قیادت غمجن دی.

هغه وویل چې هغه سرتيري چې فیصل یې په تېروتنې سره وژلی دی، نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

نوموړي د فیصل کورنۍ سره  نغدي مرسته وکړه او د دغې پېښې پر قانوني څېړنو يې ټينګار وکړ.

همدا راز د کورنیو چارو وزیر ستریاور عبدالرحیم ثاقب وویل چې د فیصل شهادت ټول لوړ پوړي چارواکي دردولي دي او سخت یې خواشیني کړي دي.

د غمشریکۍ په دغه غونډه کې د مومند قوم قومي مشرانو وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی کور ته په ورتګ سره د مومند قوم ته اعزاز ورکړ.

قومي مشرانو له  له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې ټول سرتيري په ځانګړي نظامي یونیفارم سنبال کړي.

د خواخوږۍ په دغه غونډه کې د فیصل نیکه د هغه قاتلینو ته بخښنه وکړه او ويې ویل چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په تاریخ کې دې لوړپوړي چارواکي له کابل څخه سوونه کیلومتره لرې د دردیدلي کورنۍ ته د شپې د غمشریکۍ لپاره ورځي.

د فیصل نیکه وویل:  «دا د افغانستان په تاریخ کې اولین ځل دی چې امارت دغه شان عمل ترسره کوي چې د یو چا  دریدلي کورنۍ ته له کابل ورځي او تسلیت ورکوي. هر څومره نظامونه چې تېر شوي دي، امارت دا اول ځل دا کار وکړ. ستاسو دې کور ودان دي. هر څه زموږ له خوا تاسو بخشش دی.»

د یادونې وړ ده چې د لیندۍ پر ۲۰مه  د کابل په قوای مرکز کې امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې وکړې چې له کبله یې د فیصل په نوم یو ځوان ولګېد.

فیصل او کورنۍ يې له ننګرهار څخه کابل ته د واده لپاره راغلي وو.

د فیصل کورنۍ وروسته د هغه مړي سره لاریون وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې د دغې پېښې عاملینو ته جزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

زما په اند دا د امنیتي ځواکونو دنده ده چې شکمن موټرو او يا اشخاصو ته د دريدلو امر وکړي او هغوي يې امر ومني. او که احياناً څوک سرپيچى وکړي نو امنیتي ځواکونه د قانون مطابق عمل کولى شي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx