نظــر

د خوښۍ هغه لمحه، کله چې زما سترګو امیرالمؤمنین مخامخ ولیده

مفتي قدرت الله وصال

نن سه شنبه چې د جمادی الاولی د لسمې نیټې سره سمون خوري، د قندهار ولایت د غونډو په عمومي تالار کې یوه ستره غونډه تر سره سوه، دا غونډه زما د ژوند په هغو تاریخي، له برکته ډکو او د لویې خوشالۍ له لمحاتو نه یوه لمحه وه، عرب چې کله د ډېرې خوښۍ سره مخ سي نو بیا یې حکایت داسې کوي چې “لم أنس ولن أنسى” يعنې دا زما څخه نه هیره سوې ده او نه به یې په ټوله ژوند هېره کړم، ددې مشهورې خبرې سره زه نن هغه مهال مخ سوم چې کله مې د غونډې په تالار کې خپل ګران امیر، د زړونو تسل، د آزادۍ شعار، د اسلام اتل، د دین او وطن رښتینی خادم او د افغانستان د استقلال عظیم رهبر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تر سترګو سو.

زه خو لومړی حیران او ورپسې د خوښۍ په احساساتو کې ډوب سوم، خو ژر مې ځان کنترول کړ او هڅه مې وکړه چې دا تاریخي او یادګاره مرحله له ځان سره داسې ثبت کړم چې نور دوستان او یاران هم له دې سترې مرحلې نه برخمن سي.

غونډه د کندهار ښار د ټولو اړونده ریاستونو د رئیسانو لپاره جوړه سوې وه، په غونډه کې د حضرت امیرالمؤمنین پرته د کندهار والي او فاتح محترم حاجي محمد یوسف وفا صیب او د حج او اوقافو وزير محترم شیخ نورمحمد ثاقب صیب هم شرکت درلود، په لومړي سر کې شیخ نورمحمد ثاقب صیب د غونډې ګډونوالو ته د سترو فتوحاتو مبارکي وویله او دا یې د لوی څښتن یو غټ انعام وباله او ګډون وال یې ددې ستر نعمت شکر ته راوبلل.

ورپسې د غونډې ځلانده ستوري امیرالمؤمنین حفظه الله دریځ ته راڅرګند سو، په خپلو خوږو او شیرینو خبرو یې پیل وکړ، خبرې یې په داسې شان وې چې یو لور ته یې عزم، تصمیم او متانت ځلېده، بل لور ته یې نهایت انکساري، بې تکلفي او دوستانه فضاء هم ښکاره کول، د ملکوتي صفاتو رڼې څیرې ته زه ځکه هم حیران وم چې څنګه یې د داسې مهمو نکتو او هدایاتو له تصنع او تکلف څخه خلا راوستلې ده؟ وینا چې یو یو ټکی یې د سرو زرو په اوبو لیکل پکار دي ستاسو په درانه حضور کې وړاندې کوم:

حضرت شیخ صیب په لومړي سر کې وویل چې تاسو چې کوم مجلس کې شرکت ولرئ باید په روحانیاتو یې ښکلی او تاند وساتئ!
د خپلو شهیدانو اتلانو او سپیڅلې مبارزینو تذکرې وکړئ! تر څو خلکو ته څرګنده سي چې دا سپیڅلي قربانۍ د یو سوچه اسلامي نظام لپاره وې او همدا اسلامي نظام زموږ لپاره تر هرڅه مهم او لومړیتوب لري.

دا اوس چې تاسو په خپلو مجالسو کې د مادیاتو خبرې شروع کړي دي، یو وایي د فلاني ریاست نامي دی، بل بل څه وايي، دا د خپلې مبارزې او شل کلن جهاد سره جفا ده.

شیخ صیب محترم د منکراتو د مخنیوي د اهمیت بیانولو ترڅنګ دا هم واضحه کړه چي د منکراتو مخنیوی باید په کامل حکمت او تدبیر سره وي، لومړی باید ددې ابتداء د خپل ځانونو او ریاستونو څخه شروع سي، که چېرته دا موقع نه وي چې سړی په لاس سره د منکر مخنیوی وکړي او حکمت یې مخنیوی کوي نو باید او اقلا خو یې د وعظ او نصیحت او تبلیغ او ترهیب یې مخه ډب کړي، ځکه چې د تمکین دریمه درجه او دریم اهم شی د نص قرآني په رڼا کې همدا امر بالمعروف او نهی عن المنکر بللی دی نو باید غفلت ترې ونه شي.

حضرت شیخ صیب د افرادو او شخصیاتو په ځای د نظام اهمیت ته په اشارې سره دا هم به ډاګه کړه چې د طالبانو، زما یا د نورو مشرانو په ځای اسلامي نظام وستایئ! د اسلامي نظام ځانګړتیاوې خلکو ته په ګوته کړئ! ځکه موږ او دا ټول د همدې نظام په خاطر هر څه ته ولاړ و او یو.

حضرت شیخ صیب رئیسانو ته په خطاب کې د دوی تقررۍ ته په اشاره وویل چې ستاسو تقرري د علم او تقوی پر اساس تر سره سوې ده، لهذا رئیسان باید خپل کارونه د علم او تقوی په رڼا کې پر مخ یوسي، خدای نا کرده که دا اساس صرف نظر سو او کارونه د علم او تقوی څخه بل طرف ته ټیل وهل سوه نو به هم ستاسو او هم ددې وطن او نظام په خساره پرېوځي چې بیا به یې جبیره ممکنه نه وي.

حضرت شیخ صیب ټینګار وکړ چې رئیسان باید په خپلو ریاستونو کې د علم حلقې جوړې کړي او په هر ریاست کې باید د قرآن ترجمې ته ځانګړې پاملرنه وسي، ریاست ته چې ګوم نابلده کس راسي هغوی باید د ریاست داخلي ماحول او چاپیریال ته په کتو دا محسوسه کړي چې تبدیلي راغلې ده، هر څه د اسلامیت په چوکاټ کې دي او د اسلامیت پله درنه ده.

حضرت شیخ صیب په ډېر اصرار سره دا خبره هم واضحه کړه چې د مسئولینو وخت باید خورا قیمتي وي او عبث باید په نېټ او واټساپو باندې صرف نسي.

ددې تر څنګ حضرت شیخ صیب د ولس سره د قربت پیدا کولو ټینګار وکړ او ویې فرمایل چې د ولس څخه حجاب باید ونسي، باید هغوی ځان ته نور نژدې او خپل وبلل سي.

د حضرت شیخ صیب د خبرو یوه مهمه او جالبه دا چې حاکمان باید علماء کرامو ته دا جرئت ورکړي چې هغوی په کامل اطمینان سره ښه ته ښه او بد ته بد ووایي، په ځای ددې چې د حق په اړه د هغوی ژبې ګونګې شي باید لا نور پیاوړي سي او د حق کلمې ویلو لپاره لا نورې ځانګړتیاوې ورکول سي.

حضرت شیخ صیب په خصوصیت سره دا خبره وکړه چې کوم علمي مشاغل چې مسئولینو د مسئولیت تر مخه درلوده باید د هغوی تسلسل برقراره وساتل سي، ددې لپاره شیخ صیب د بخاري شریف هغه مشهوره روایت مستدل وګرځاوه چې د سیادت تر مخه او وروسته باید علم حاصل کړل سي او شیخ صیب وفرمایل که دا مشاغل همداسي په ټپه ودرول سي نو بیا خو خدای نخواسته د علم انقباض راځي چې ډیرې ناخوالې ورسره تړلي دی.

د امنیت په هکله حضرت شیخ صیب و مسئولینو ته هدایت جاري کړ چې د امنیت لپاره باید د هغو کسانو ګمارنه وسي چې مهارت ولري، پوهه او تدبیر ولري، معسکرات یې کړي وي، دا ځکه چې د اسلامي امارت د ځانګړتياوو څخه مهمه د امنیت ټینګښت دی، نو باید جدي پاملرنه ورته وسي او په عموم کې حضرت شیخ صیب ټولو ادارو ته وفرمایل چې باید د امنیتي ارګانونو سره پوره پوره همکاري وسي، یو رئیس یا یو مسئول باید د ځان لپاره د عیب ونه بولي چې ولې په ده کې تلاشي وسوه؟
په خپله هم باید ټولې ادارې خپلمنځي همآهنګي ولري، دا ځکه چې اتحاد او اتفاق رحمت راجلبوي او اختلاف ناخوالي.

آخري هدایت حضرت شیخ صیب دا وکړه چې انډیوالیزم ورک سي، که ستا یو انډیوال په یوه اداره کې وي نو هغه ته دا ډاډ ورکړئ چې ته دلته ښه ایسي او دلته باید خپل خدمات پر مخ بوزې او که ته په یو ځای کې مسئول یې نو دا اړینه نه ده چي تاسره دې ستا یاران، اشنایان او قریبان هم خامخا وي او یا هغه ملګري چې صلاحیت نه لري خو د انډیوالۍ پر اساس یې ته ځایوې!
له دې څخه باید په جدي توګه ډډه وسي، له همدې وجې ما نظامي محکمې ته وویل چې زما آرزو او آرمان دادی چې یو داسې محکمه جوړه سي چې ماته د امیرالمؤمنین په حیث ټکس راسي او په یو حقوقي دعوې کې زه محکمې ته حاضر سم او یوازې او یوازې د حق پر اساس زه پړ وبلل سم او قاضي د انډیوالۍ او دوستۍ څخه بالکل ماوراء په آزاده توګه فیصله وکړي.

په آخر کي حضرت شیخ صیب ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومې دعا وکړه چې الله دې ټولو ته جنت الفردوس ورکړي او دا یې وویل چې زما چې د امیر په حیث پر تاسو کوم حقونه دي که تاسو نه چیرته کوتاهي سوې وې ما تاسو ته بخښه کړېده او تاسو باید ماته هم دعاګانې وکړئ!

په عمومي توګه مجلس د خوښۍ ډک او سرشاره و، خوندونه، محبتونه، پېرزوينې او هر هغه څه چې یو مامور یې د خپل اسلامي امیر نه آرزو لري دا مجلس ترې برخمن و، دا په زړه پورې مجلس د حضرت شیخ صیب په دعا سره ماسپښين پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

الحمد الله, الله رب العزت يي د حفاظت وکړي.

Sayed

ښاغلی مفتي صاحب، تاسې په درناوي، خو پر اميرالمؤمنين دې د ولس حق دی چې راڅرګند شي. موسي عليه السلام له خپلو نورو پيروانو سره طور ته د ((ميقات ربه)) ته ولاړ، خو ورور يې په قوم بني اسرائيلو کې پرېښووه. د خدای ليدو ته يې ورور له ځان سره يو نه وړ او قوم ته يې پرېښووه، خو ستاسې امير چې د ټولې نړۍ اميرالمؤمنين مو نومولی، نړۍ خو څه ان چې لا خپل ولس ته نه راڅرګنديږي. اميرالمؤمنين مو له موسی او نه له هارون عليهما السلام زيات دی چې په سترګو نه ښکاري. پر يو تصوير مو… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

د افغان موءمن ملت امیر صاحب ته دی ، دومره اغراق وکو ، چی د دیری مدحی سخه دی خپل انسانی کرامت تر پخو لاندی کر ، الله تعالی دی وبخشه ، د رسول الله ( ص ) چی رحمت العالمین دی او د نعت ویلو ورته صواب دی ، او صرف او صرف د مخلوق په چوکات کی !
بخنه کوه وروره د محبت ولولی دی باید حد ولری ، مننه

عبيد

چې یو لور ته یې عزم، تصمیم او متانت ځلېده، بل لور ته یې نهایت انکساري، بې تکلفي او دوستانه فضاء هم ښکاره کول
افسوس زه هم ددې ليکوال و دفتر ته ورغلم .دوالي صاحب مکتوب را سره وو. خو بېله دې چې وخپل محترم حضور ته مي ومني حاجب يې ددروازې څخه ځواب کړم .دوالي صاحب پرمکتوب يې څو کرښي ليکلي وي.اوبس .

اسلام زنده باد

زه یو ازاد افغان یم خارج کی اوسم، په مسلمان می خوا بدیژی چی د هر ملک او زای وی، نو زکه کله کله زینی مشوری په دی سایت کی لیکم یا نقد کوم چی هدف می یوازی متوجه کول دی. خو باور وکری په بار بار راته د منافق، ملحد، بی دینه غربی فکره او کافر نسبت راته شوی. نو خدای تعالی وکری چی طالبان د مشوری خلک شی، خبری واوری پر چا تاپه ونه وهی. که د طالب دفکر خلاف شولی نو دوی هسی لومری بی آبه کری بیا تاپه درباندی ووهی. وه وروره زموژ مینه ستا سره… نور لوستل »

عبیدالله

مدح او چاپلوسی هم یو حد لری او باید دومره استغراق پکی ونشی چه د لیکوال شخصیت ته زیان ورسوی. مفتی صیب د هغه مبارک آیت مصداق ګرځیدلی چه فرمایی : اتخذوا احبارهم ورهبانهم اربابا من دون الله…..پیغمبر علیه السلام د دغه ایت په تفسیر کی فرمایلی چه یهودیانو د خپلو شیخانو عبادت نه کاوه خو په حرامو او حلالو کی به یې د هغوی د فرمانونو اطاعت کاوه. زمونږ خودساخته امیرامومنین اعلان کړی چه: لن ترانی…. او لا تدرکه الابصار و هو یدرک الابصار. الله تعالی دی په تاسو رحم وکړی چه په سد راشۍ.

الحاج استاذ بیانزی

موږ یی د هرکلی، ستړی مه شی او مبارکیو په اړه مستقله لیکنه پیل کړی دلته به هم ستر مشر نړیوال امیر المومنین ته د زړه له کومی د مینی او محبت ډکی ولولی ، هر کلی، ستړی مشی ، او د ټولو فتوحاتو ، خپلواکی او اسلامی نظام مبارکی وایو. خالق لایزال دی د دی ستر مشر او نور ټولو مشرانو د دی سترو قربانیو اجرونه ورکړی او د لا ډیرو کړنو وړتیا او پیاوړتیا دی ور په برخه شی امین یا رب العلمین. پرون د مشرانو به نوم داسی کسان وو چه نن یی خلک قدمونه په ډبرو… نور لوستل »

دکتور مجاهد

موږ هم د ټول مجاهد ولس، اسلامی نړۍ او مظلوم بشریت په استارولۍ ستر مجاهد او ویاړلی رهبر ته د زړه له کومی هرکلی او مبارکی وایم، نه بوهیږو چه په کومو الفاظو او کومو سپیڅلو جملو دی ستاینه او مننه وکړو الله ج دی مثمره اوږد جهادی عمر درکړی. له نهه نوی سلنه زیات مجاهد ولس د اسلامی امارت د قیادت لاندی یی نړیوال یهودی استعمار د الله ج په نصرت به ډونګو کړو او هغه تر یو سلنه کمه غلامه او پلورل شوی اداره یی د امریکا یانو به شتون کی ړنګه کړه ، څو زره غلامان یی… نور لوستل »

طوطی

تا خو به ورته ویلی وو چی یا شیخ صیب ته چی مونږه ته وایی چی له خلکو مه پټیږی ته ولی غیب یی چی درک دی نه لګیږی، ته ولی پټ یی؟
پخوانی حکومت هم خیاطان در لودل خو چی ګورو اوس د دی حکومت خیاطان تر هغو دری قدمه وړاندی دی. دا چی د مشر ویډیو نشته عکس یی هم نه بدلیږی چی دا به څه لغمانی چل وی؟ حضرت سلیمان ع له پخوا وفات شوی وو خو جسد یی تر یو وخت پوری حکومت وکړ. اوس هم هماغه خبره ده.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx