افغانستان

د جنرال مبین د نیولو ادعاوې بې اساسه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین هغه ادعاوې بې اساسه وبللې چې ګواکې نوموړی د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

تردې وړاندې د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو ادعا کړې وه، چې امنیتي ځواکونو د خپلسرو کړنو له کبله جنرال مبین بندي کړی دی.

له یوې ورځې ځنډ وروسته نن د سه شنبې په ورځ د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین په یو ویډیو بیان کې ددې ادعا ردولو ترڅنګ ویلي، چې هغه چیرته په سفر ؤ، ځکه یې رسنیو سره د خبرو کولو وخت نه لاره.

نوموړي دغه راز ویلي، چې نه خو په هغه کومه دعوه موجوده او که چیرې څوک ورباندې دعوه وکړي نو دی تر قانون پورته نه دی.

جنرال مبین هغه کسان مخربې کړۍ یادې کړي چې داسې آوازې یې خپرې کړي او ټینګار یې کړی که چیرې د مشرانو د امر مطابق امنیتي ځواکونه د هغه نیول وغواړي دی ورته آماده دی او داچې دده په خبره د مشرانو په امر هرڅه ته چمتو دی. په دغه بیان کې نوموړي ویلي، چې په دا مهال په خپلو ورځنیو چارو بوخت دی.

دا په داسې حال کې چې نن یو شمېر لویدیځو رسنیو هم د نامعلومو سرچینو په حواله د جنرال مبین د نیولو خبر ورکړی ؤ، کوم خبر چې په خپله د جنرال مبین لخوا رد شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx