نظــر

سپین لښکر د پاڼ او پړانګ تر منځ دی! څه وکړي؟

امین وردګ

سپن لښکر خو فاتح شو، حاکم شو او د افغان ملت زعیم شو؛ مسؤل یې شو او بلا جنجالونه ورته پاتې شول.
سپين لښکر خو پوره شل کاله، له ټولې غربي نړۍ سره (په افغانستان کې) ټټر پر ټټر جګړه وکړه؛ سربداله یې کړه، ماته یې کړه او ذلیله یې کړه.
سپین لښکر د غربي استکبار سل کلن پلالونه له خاورو سره خاورې کړل.

دغه لښکر د غربي ښامار خوبونه د طبیعت خلاف تعبیر کړل.
سپین لښکر په نظامي ډګر کې غربیان بوټ پر ملا مات کړل او اوس غواړي چې د سیاست په میدان کې یې هم مات کړي، اما بیخي ډېر خنډونه یې مخې ته لا پراته دي.

ګورئ! معمولاً هره جګړه څلور اساسي ابعاد لري لکه: کلتوري، نظامي، سیاسي او اقتصادي.
خو موږ لا تر اوسه یوازې یو بُعد ګټلی! چې هغه نظامي بُعد دی او په دری نورو کې لا نه یو بریالي شوي.

دا یو منلی حقیقت دی چې د یوه هېواد د پرمختک لپاره اساسي شرطونه فقط دوه دي:

استقلال او امنیت
اوس چې سپین لښکر پورتني دوه اهم شرطونه پوره کړي؛ نو موږ او نوره نړۍ کلک باور لرو چې؛ که حاکم نظام پښې ټینګې کړې، افغانستان به ارو مرو مستقلیږي او د نورو له احتیاجه به وزي ان شاءالله.
خو د افغانستان دښمنان هېڅکله هم نه غواړي چې دلته دې جګړه ختمه شي او د وینو بهوول دې ودریږي.

په هر صورت! راځو اصل مطلب ته:
سپین لښکر اوس یقیناً د پاڼ او پړانګ تر منځ شوی دی!
کفري نړۍ خو پوره شل کاله زموږ وینې تویې کړې، زموږ پت او عفت ته یې صدمې و رسوولې، زموږ مقدسات یې توهین کړل، خو بیا یې هم د غیورو افغان زمریانو پر وړاندې شرموونکې ماتې وخوړه او (سره یې له تربیه شوو مزدورانو) وتښتېدل، مګر بیا یې هم له ظلم او ناځوانیو څخه لاس وانخیست!
زموږ (څه کمه) لس میلیارده ډالره سرمایه یې برمته کړه.
هو!!! زموږ خپله پانګه ده! چا په خیرات کې نه ده راکړې، بلکې دا مو د کلونو کلونو ذخیره ده؛ چې اساس یې زموږ نیکونو راته ایښی.
هر حاکم نظام د یادې ملي سرمایې په زیاتوالي کې تر خپلې وسې مرسته کړې ده.

دا ځل به اوسنی نظام هم پکې سهیم شي او یاده ذخیره به دوه برابره کړي ان شاءالله.
هوکې! پاسنۍ پیسې د افغانانو خپل حق دی او له دوی سره مو د امانت په توګه ایښی؛ تر څو هم زموږ د کرنسیو اعتبار وساتي او هم په اضطراري حالاتو کې زموږ د دردونو دوا شي.
اوس چې زموږ مظلوم ملت د بل هر وخت په تناسب حساس پړاو ته ننوتلی او له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، نو دغې ظالمې او بې رحمې کفري نړۍ زموږ ملي سرمایه کنګل کړه.
(د بشري او انساني حقوقو او خواخوږۍ له امله خو) مناسبه دا وه چې: نن بډایو هېوادونو افغانانو ته د مرستو او احساناتو لاسونه ورکړي وای، مګر هر عمل او عکس العمل د توقع او تمې خلاف شو! غربیان اوس په دغه حساس وخت کې غواړي چې (موږ ته د لاس راکولو پر ځای) زموږ لاسونه پرې کړي، ځکه خو یې تر خوږ ګوته نیولي یو.

خُلص مطلب دا دی چې:
امریکا او ناټو غړي هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې دې جګړه ختمه شي!
ځکه خو د رسمیت پېژندنې او مالي تحریمونو د لرې کولو لپاره موږ ته داسې شرائط وړاندې کوي؛ چې هغه په هېڅ صورت کې غیورو افغانانو ته د منلو وړ نه دي.
اوس موږ په دواړو صورتونو کې د بیاځلې جګړې د پیلېدو سوچونه ځوروي! چې د امریکا له دغه سیاسي شطرنج څخه هدف هم د بیاځل جګړې پیلېدل دي او هغه داسې: که موږ د امریکا او ناټو د ظالم پیمان شرائط ومنو؛ نو زموږ پر وړاندې خامخا ملت راپورته کیږي او بیا به له موږ سره د جهاد اعلان کوي (لکه موږ چې د پخواني نظام پر وړاندې کړی ؤ) او که د دوی شرائط نه منو؛ نو زموږ سرمایه نه خوشې کوي، هم مو په رسمیت نه پېژني؛ چې دغه ظالمانه عمل زموږ امنیت، سیاسي موقف، نړیوال اعتبار او ملي یووالي ته سختې ضربې ورکوي.
خو تر ټولو مهمه دا چې: ورځ تر بلې مو اقتصاد لویږي، خلک مو وږي کیږي او په نتیجه کې بیا د لږو پیسو لپاره هم قتل، قتال؛ غلا، رشوه او داسې نورو کارونو ته مخه کوي، همداراز! ممکن د حکومت پر وړاندې جدي ستونزې هم جوړې کړي، چې بیا به د ګرمو جګړو لامل هم ګرځي.
نو ځکه خو سپین لښکر اوس د پان او پړانګ تر منځ شو.

یادښت او حل لاره:
د اسلام په اوائلو کې د مکې مشرکینو هم داسې ظالمانه او جابرانه تحریمات د اسلام پر ستر لارښود (صلی الله علیه و آله و سلم) او د ده مبارک پر مخلصو ملګرو وضعه کړي وو، بلکې تر دې هم بدتر او سختر وو! ځکه چې په شعب ابی طالب کې یې هغه مهال مسلمانان داسې کلابند کړل؛ چې هېچا به له دوی سره د هېڅ ډول اړیکو نیولو حق نه لرلو.

مګر دا چې مسلمانانو صبر وکړ او له خپل زعیم پیغمبر سره (په هر قسم سختو شرائطو کې) باوفا پاتې شول؛ نو الله یې هم ملګري وکړه او اسلام یې دومره سرلوړی کړ؛ چې بیا یې پر نیمه نړۍ واحد حکومت تأسیس کړ.

اوس هم مسلمانانو ته پکار ده چې صبر وکړي، حوصله و نه بایلي، وچه دې وخوري خو کورنیو جګړو او استعماري موقف ته دې زمینه نه برابروي.

والله قسم چې موږ صبر وکړو او الله ته راجع شو؛ حالت مو بدلیږي او داسې نه پاتې کیږي ، سمیږي او د پخوا په پرتله به څو برابره ښه هم شي ان شاءالله

دا د ایماني قوت او افغاني برم دویمه آزموینه ده! نو تاسو د یادښت په توګه زما دا خبره درسره وساتئ چې ((هر شی که د اکمال درجې ته ورسیږي تنزل غوره کوي او هر شی چې د تنزل تر کرښې ټيټ شي د ارتقا سبب ګرځي)) عیناً ارغینچک!!! یا د تلې دوه پټه او یا هم شپه او ورځ.

بیا هم درته وایم چې: زموږ دا سخت حالت به موږ عزیز او ځانکفا کړي ان شاءالله فقط صبر، زغم، حوصله او لاس پکار کېدل.

مګر که مو صبر و نه کړ او الله ته د رجوع پر ځای مو کفارو ته رجوع وکړه؛ نو بیا هم کلک یقین لرم چې؛ د کفارو شومې نقشې به بیا پر موږ پلې کیږي او بیا به د پخوا په توګه هم له بدترو حالاتو سره مخ کیږو او هم به یو د بل وینې څښو.

نو الله ته وګورئ ویښ شئ! هغه ته راجع شئ! هغمه دی چې زموږ ستونزې حل کولای شي، د بل چا په وس کې نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

دیره شایسته لیکنه الله تعالی دی اجرونه درکری. باالکل صبر او الله تعالی ته رجوع مو د حل لار ده. خو د صبر او رجوع تر سنګ به خپل بندی کوششونه جاری ساتو توکل به پر الله تعالی کوو. طالبان یی د کوششونو لار غلطه کری هغه پدی چی باید متخصصین په هر بخش وګماری. داسی متخصصین چی تقوا ولری واقعی مسلمان وی او په دی وطن یی زره خوژ شی. که د معدن وزارت یی په شیخ دلاور سمبالوی، یا تحصیلات عالی یی په شیخ حقانی سمبالوی یا هم نور مسلکی وزارتونه چی په غیر مسلکی مفتی صاحب یا… نور لوستل »

خوګياڼي

د ټولو ځنې زيات په الله تعالى اعتماد او باور کول او د الله تعالى د اوامرو تابع کيدل او ورځنۍ مرسته غوښتل. بل خپل افغان مسلمان ولس ته ځان نيژدې کول. دويم د سیاسي، اقتصادي او ځمکني او هوايي استقلال اعاده کول. دريم د خپلو شتو کار اخستل يعني دممعدنياتو اخراج. څلورم د کار زمینه برابرول. پنځم د ملي امنیت او دملي ګټو په اساس خارجي او داخلي پاليسيو رغول ډير مهم دى. او بل په صحيح معنو د اسلامي نظام د افراط او تفريط نه ليرې جوړول دى. مننه

طوطی

وردک صیب په سلامونو دی هر کلی کوم: لیکنه دی بده نده خو چندان ښه هم نده. (وچه دی وخوری) درسته ده خو چی وچه پیدا شی چی ویی خوری. د یوه ملک پرمختګ صرف استقلال او امنیت نشی کیدای یو مملکت هغه وخت بسا، با امن وی چی: – صحتمنده ولس ولری یعنی چی مریض ملک نوی. (عقل سلیم در بدن سالم است) – اقتصادی وضعیت یی ښه وی یعنی چی خلک د یوی ډوډی پسی بغاری ونکړی – تعلیم او تربیت اساس او بنیاد د یوې اسلامی جامعی دی ولی ګورو چی زمونږه مکتبونه بند شوی، پوهنتونونو ته… نور لوستل »

محمد

زویه د پاکستان نوکره چي تاسی راسی نيستی او وچکالي راځي .

Karwan

ته بدبخته خو په خداي هيځ عقيده نه لري!
يعني چه مسلمانان راغلل، وچکالي او نيستي راغله! بيوجدانه دا ځو کاله کيږي چه وچکالي او نيستي ده! تر ځو چه توبه ونه باسي همدا حال به مو وي. تاسي دالرو دالله له لاري منحرف کړي ئي. په خداي عقيده نلري، په دالرو او فحشا عقيده لري. خپلي ښخي مو دفحشا لپاره بگرام ته استولي، چه دالر پري پيدا کړي. تف لعنت دي ستاسي په ضمير وي، سکولر وطنفروشانو. کاروان

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx