اقتصادنظــر

ناوړه حالاتو کې د پولي پاليسۍ اهمیت او د مرکزي بانک رول

پوهاند محمد بشیر دودیال

ځینې وختونه یو شمیر پرمختیایي هیوادونه د ناوړه حالاتو له امله له انفلاسیون او د قیمتونو د لوړېدو او د بانکي زېرمو له افلاس سره مخامخ کیږي، نو د مرکزي بانک له خوا د ټاکلو تدابیرو  په کارولو سره په دوران کې موجودو پیسو او د مرکزي بانک له خوا د هغو د عرضې په مقدار کې تعدیلات راوستو اړتیا پیښیږي ترڅو، د بیو د بې ثباتۍ مخنیوی، د پېسو د خرید د قدرت بیرته اوچتول او نور ناوړه پېښې کنترول شي چې موخه یې اقتصادي بحران رفع کول او پولي تَورُم ( تموجاتو)سره مقابله کول دي، ترڅو دوامداره اقتصادي انکشافاتو باثباته او مؤثره اقتصادي وده تامین شي. په تېره بیا دغې پاليسۍ ته هغه وخت ډېر احتیاج پیدا کیږي، چې خدای ناخواسته ټولنه او اقتصاد له یوه بد حالت او بې ثباتۍ سره مخامخ شي. په اقتصاد باندې سیاسي بې ثباتي، اجتماعي بې ثباتي، ناڅاپي طبیعي پېښې، جنګونه، ناروغی، زلزلې، توپانونه، وچکالي او ډېر نور عوامل منفي تاثیر کوي. له بده مرغه پر افغانستان دا ټول پر یو مهال را نازل شول.

اوس د مرکزي بانک دنده ده چې يو شمیر تصامیم تر لاس لاندې ونیسي او بعضې لازم فعاليتونه ترسره کړي چې د هغو په نتيجه کې د پيسو ارزښت  وساتل شي، د بیو ثبات ډاډمن، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د تبادلې انډول برقراره او د هیواوالو اندېښنې رفع او انفلاسیوني علامې دفع شي. دا ټول زموږ د پیسو(افغانیو) او په افغانستان کې د بیو دثبات تدابیر دي، چې د افغانستان بانک د قانون له مخې د دغه بانک یوه دنده ده.

په اقتصاد کې پیسې د بحث اصلي موضوع ده دا ځکه پیسې د تبادلې په جریان کې د اجناسو او خدماتو د ارزش د یو معیار په توګه عمل کوي چې ددې اهمیت په دې کې دی چې نه یوازې د تبادلې وسیله او د ارزش معیار دی، بلکې د ذخیرې وسیله، حسابي واحد  او د قرضونو د ورکړې وسیله هم ده.

د پیسو په هکله یو لوی مشکل د بیو ټاکل او د بیو ثبات دی تر څو چې په دې توګه یو باثباته او مستحکم اقتصاد رامنځته شي. د باثباته اقتصاد لپاره باید پولي مؤثر سیاست تطبیق شي. کله چې یو هېواد مؤثر پولي سیاست تعقیبوي؛ هلته سرمایه ګذاران دې ته حاضریږي چې په تولېد کې سرمایه ګذاري وکړي، ځکه د دوی اعتماد حاصل وي.

کله چې پولي موفق سیاست تطبیق کیږي مؤلدین تشویق کېږي، عرضه او تقاضا عادي جریان پیدا کوي، کله چې مؤفق پولي سیاست جریان ولري، نو د هېواد ملي پیسې په بهر کې لازم ارزښت لري او بهرني تجارت کې تعادل ساتل کېږي، خو د دې برخلاف؛ که چېرې یو هېواد کې ناانډولي، ګډوډي او انحطاط پیښ شي، له بده مرغه دا د پیسو په ارزش او د پیسو په دوران بده اغیزه کوي، په نتیجه کې انفلاسیون، د پیسو د ارزښت ټېټوالی او نور منفي عوارض واقع کېږي چې دا په اقتصاد کې لوی پرابلم رامنځته کوي. په نتیجه کې په ملي تولېداتو کې کموالی راځي او په بهرني تجارت کې کسر واقع کېږي، په بانکونو اعتماد کمیږي، سپما صورت نه نیسي، پانګونه کمیږي، بیکاري او بېوزلي زیاتیږي او په پای کې اقتصاد د رکود خواته درومي. دلته لازمه ده پولي سیاست په علمي توګه ترکار لاندې ونیول شي ترڅو بېرته اقتصادي ثبات رامنځته شي.

په پرمختیایي هېوادو کې ځکه مالي او پولي پالیسیو ته اړتیا ده چې له بده مرغه د دوی یوه لويه مسئله د دوی اقتصادي ناوړه حالت او کړکیچن وضعیت دی. په دغو هېوادو کې د پیسو د خرید توان ډیر ټیټ، انفلاسیون پکې زیات، تجارت یې نامتعادل او د بیو عدم ثبات پکې موجود دی، دغه نواقص د پولي پاليسۍ په تطبیق سره ښه کیدای شي. پولي سیاست هغه مؤثره وسیله ده چې د پیسو ارزښت لوړوي، انفلاسیون رفع کوي، قېمتونه ثبات پیدا کوي، بانکونو کې پس اندازونه تشویق کيږي، ذخایر زیاتیږي، سرمایه ګذاري صورت نیسي، د حکومت تمویلي قوت زیاتیږي، تادیات ښه صورت نیسي او اقتصاد کې تحُرک او مثبت بدلون راځي او دا د دې سبب کېږي چې ملي عاید زیاتوالی ومومي.

د پولي سیاست د تطبیق لوی هدف د یو باثباته او وده موندوونکي اقتصادي حالت رامنځته کول دي چې دا د مرکزي بانک د پالیسۍ، پولي مارکېټ او د هېواد د ماليې وزارت له طریقه پرمخ بېول کېږي خو ځینې مشکلات شته چې د یوه سیاست د نه تطبیق کېدو باعث ګرځي دغه مشکلات دا دي.

1. د ملي عاید په پرتله په پرله پسې ډول د نفوسو د ودې ګړندیوالی.

2. ملي تولید او محلي صنایع ضعیف پاتې دي، سپما کمه او په نتیجه کې یې  مولدو برخو کې سرمایه ګذاري کمه ده.

3.جرمي، تور او غیر رسمي اقتصاد او مالي فساد لا اوس هم لیدل کیږي، يعنې د قوانینو تطبیق ضعیف دی.

4: په زیاترو پرمختیایي هیوادو کې لا هم اقتصاد پوره پولي ( monetize) شوی ندی.

5 پولي تورم (د پیسو د ارزښت له لاسه ورکول) او د مفاد د حقیقي نرخ کموالی چې د پس اندازونو د نه تشویق باعث ګرځي.

6: د پولي ارزښت د دوام لپاره د پیسو مختلف نرخونه چې د پس انداز د نامناسب پیشرفت سبب ګرځي.

7: د بېکارۍ اوچت نسبت چې د هغه اصلي عامل په تولید کې د سرمایې ټکان دی چې د بانکي ربح د کمېدو لامل دی.

8:  په غیر تنظیم شوي پولي بازار زیاته اتکا‌ء.

9: ضعیف مدیریت او د ظرفیتونو نشتوالی.

10.متاسفانه لوی صرافان، اربتیژران او د ډالرو قاچاقچیان له موقع غلطه استفاده کوي، لکه هغسې چې د اجناسو محتکرین د قیمتونو د  لوړیدو لامل شوی دی.

11.په سیمه کې اقتصادي بحران هم زموږ پر اقتصاد بده اغیزه کړې ده، د خلکو رواني وارخطايي یې بل عامل دی‌.

12.عمدي ډمپنګ، د وضعیت خطرناک ښودل او د ملي پیسو پرځای د نورو پیسو(خصوصاً) ډالرو غوره کول او ساتنه، حال دا چې ملت باید خپلې ملي پیسې مقدمې وبولي.

13.پرمختللو سیستمونو او تکنالوژۍ سره نا اشنایي.

14.د مغزونو او سرمایې (دواړو)فرار او د تبادلې د اوچت نرخ موجودیت.

15.د حکومت تمویل او په خارجي مرستو او کومکونو زیاته(بېحده) اتکا‌ء.

16.په غیر تنظیم شوي پولي بازارونو کې د پولي دلالانو په واسطه د ګټې کولو ملامتوونکې اندازه.

17.خاصتاً په افغانستان کې وچکالي، جنګونو، کرونا او بهر ته د ډالرو قاچاق دا ستونزه نوره هم زیاته کړې ده.

18.د مرکزي بانک پاسیفوالی

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omar

تاسو ټول مشکلات په ګوته کړل خو زما په اند ستاسو ۱۸ شمیره مشکل باید لمړنی او اساسی مشکل واو سی په اوسنی حالت کی
ځکه چه مرستندویه هیوادونه رسمی سیاسی اړیکی دافغانستان حکومت سره نه لری نو هر ارګان ددی دولت هغوی په رسمیت نه پیژنی ددی تسونزی دحل په خاطر دافغانستان بانک باید غیری سیاسی شی

محمد بشیر دودیال

قدرمن ورور عمر صاحب السلام علیکم. کور مو ودان ستاسو نظر می خوښ شو ورته درناوی لرم، خو دا چی ناوخته لیک درلیږم علت دادی چی څوک نه و چی زما جواب در ولیږی زه د کمپوتر په دغه چل چی څنګه ځواب باید ولیږل شی باندی نه پوهیږم ترڅو چی یو څوک بیدا شو او دادی دغه ځای یی ماته وښود لیکنه می وکړه بیا یی را څخه د ایمیل او نوم پوښتنه کوله یو یو می ورته ویل خدای وکی ځواب د ر ورسیږی بالکل ستسا نظر سره موافق یم اشاره همدی ټکی ته وه خو دغه نور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx