افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین: له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، د تاجکستان په ګډون ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.

نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ د هرات په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د نظامي مسئولینو او منسوبینو یوې ناستې ته د وینا پرمهال کړې دي.

ښاغلي ستانکزي په تیرو شلو کلونو کې د امریکايانو په مشرۍ د ۴۸ هېوادونو د اشغال په وړاندې د افغان ولس او «مجاهدینو» سرښندنې او مبارزې وستایلې او د هغوی ویاړونه یې تلپاتې وبلل؛ خو ټینګار یې وکړ چې دا هرڅه دالله تعالی په مرسته او کومک ترلاسه شوي دي.

نوموړي داسې وویل: «د زرګونو افغانانو قرباني به هیڅوک او هیڅکله هیرې نه کړي او دا په تاریخ ثبت شوي، زموږ با افتخاره مجاهدین به تل زموږ افتخار وي ،ستاسو په قدر افغانان پوهیږي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اشارې ستانکزي ویلي، چې امریکایان په رڼا ورځ راغلي وو او په توره شپه بیرته وتښتېدل؛ خو په خبره یې جهاد لا دوام لري او د طالبانو مسئولیت اوس د شرعي نظام نفاذ او ولس ته عدالت او سوکالي راوستل دي.

د اوسني نظام څخه د ملاتړ او ساتنې په هکله د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین څرګنده کړې، په هغه اندازه یې چې ددې نظام د راوستلو لپاره قرباني ورکړې په همدې اندازه نورو قربانیو ته اړتیا ده ترڅو دا اسلامي نظام او پاکه خاوره وساتل شي.

د پخواني رژیم کارمندانو ته په بښنې سره هغه یوځل بیا ټینګار وکړ او وه یې چې په پخوانیو جرمونو هیڅوک نه شي محاکمه کېدلای، البته حقوق العباد هیچا ته نه شي بښل کېدلای.

د قومي او مذهبي تعصب څخه د پاک افغانستان په اړه ستانکزي افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور بللی او ټولو هېوادوالو ته یې د وطن آبادۍ کې د برخې اخیستو لپاره بلنه ورکړې. نوموړي دغه راز په افغان میرمنو هم غږ کړی چې د «دښمن» په تبلیغاتو ونه غولیږي او پردیو هېوادونو ته له تګ څخه ډډه وکړي، آن هغه کسان یې هم بیرته هېواد ته رابللي کوم چې په مختلفو پلمو له هېواده وتلي دي.

د اقتصادي ستونزو په هکله نوموړي دا منلې چې یو شمېر کسانو به خپل کارونه له لاسه ورکړي وي؛ خو ډاډ یې څرګند کړی چې د الله تعالی په مرسته به دا هرڅه سمیږي، ځکه چې دده په خبره اوس د افغانستان داخلي عواید دومره شوي چې د خپلو مامورینو او منسوبینو معاشات ورڅخه اداء کړل شي.

د اسلامي امارت د بهرنۍ تګلارې په اړه ښاغلي ستانکزي ویلي، د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، ځکه په باور یې باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین له تاجکستان سره د ډیرو مشترکاتو له امله ددې هېواد په مشرانو غږ کړی څو له افغانستان سره خپل مناسبات عادي کړي.

نوموړي دغه له ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه د هغوی د عدم مداخلې د پالیسۍ او افغانستان سره د مرستو له امله مننه کړې او ایران سره یې هم د نیکو روابطو ترڅنګ له هغوی غوښتنه کړې چې که کومه ستونزه وي د خبرو او تفاهم له لارې یې باید حل کړي.

«ترکمستان زموږ دوست هیواد چي هیڅکله یې د افغانستان په چارو کې مداخله نه ده کړي او تل بیطرفه پاته شو موږ مننه تري کوو او باالمثل عمل به ورسره کوو.»

د وینا په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي د ۲۰۷ الفاروق قول اردو منسوبینو ته ویلي، چې اوس وسله وال جهاد وخت پای ته رسېدلی اوس د بیا ودانولو، د خلکو د را خپلولو، د خلکو د اوښکو پاکولو، د اخوت او برابرۍ او له نفس سره د جهاد وخت دی.

د اسلامي امارت د نظام د بقا لپاره هغه اړینه بللې چې باید ولس ځان ته نږدې کړي، ځکه د تیرو نظامونو د نسکورېدو علت داؤ چې ولس ورسره ولاړ نه ؤ.

د بهرنیو چارو سیاسي معین په داسې مهال د اسلامي امارت چارواکو ته له ولس سره د نږدې کېدو سپارښتنه کوي، چې تردې وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه او رئیس الوزراء هم په بیلابیلو ویناوو کې ټول امارتي مسئولین په دې مکلف بللي چې د ولس په وړاندې خپلې دروازې خلاصې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x