افغانستان

امریکا له افغانستان سره د ۴۷۴ ملیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام ویسټ له افغانستان سره د ۴۷۴ ملیون ډالرو اضافه بشري مرستې اعلان کړی دی.

نوموړي په یو ټویټ کې ددې ترڅنګ ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د کرونا واکسین یو ملیون ډوزه مرسته هم کوي.

د نوموړي په خبره دغه واکسین به د «کواکس» له لارې وړاندې کیږي چې په دې توګه افغانستان سره د مرسته شوي امریکايي واکسین شمېر ۴.۳ ملیون ډزوه ته رسیږي.

امریکا په داسې حال کې افغانستان ته د ۴۷۴ ملیون ډالرو بشري مرستې او یو ملیون ډوزه کرونا واکسین د ورکړې اعلان کوي، چې تردې وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د افغانستان بین المللي بانک په اونۍ کې د ۲۰ ملیون ډالرو د لیږلو خبر ورکړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omar

اسلامی عمارت باید هڅی وکړی او نړیوالو ته قناعت ور کړی چه دا نقدی پیسی دی دافغانستان بانک دلیاری ترلاسه او بیا اړوندو خیریه بنسټونو ته چه مرستندویه هیوادونه یی غواړی ورکړی پدی ډول دافغانستان بانک $ بازار ته عرصه کوی او افغانی به راټولی او خیریه بنسټونو ته ورکړی چه مصرف یی کړی دا دافغانی دثبات دپاره اړینه خبره ده عمارت باید دافغانستان بان غیری سیاسی کړی یعنی مشرتوب یی غیر طالب ته چه مسلکی او دتقوا او پرهیزګاذی نه ډک کس وی وروسپاری او دا مشرتابه د دنړیوال بانک دنظارت کوونکو ته بلنه ورکړی چه دافغانستان بان کی… نور لوستل »

طوطی

امارتوالو لږ سیاست زده کړی د اکوړی او حقانیانو مه منی خپل اختیار په خپل لاس کی ونیسی الله به هر څه ښه کړی. له لګو څخه تیر شی چی ډیر څه په لاس راوړی، ټولی نړی سره نشی جنګیدلی بس کړه چی یوه مشر د اسامه په خاطر وطن دا شل کاله بدبخته کړ.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx