افغانستان

پاکستاني خیریه بنسټونو افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې یو شمېر پاکستاني خیریه ټولنو ۴۵ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته رالیږلي.

د مرستو دغه چوپه  تیره ورځ په تورخم کې د پاک افغان خیریه بنسټ او خدیجه مؤسسې لخوا د افغاني سرې مياشتې ټولنې د داخلي تفتيش رئیس مولوي محمد نسيم احمدي، د ختيځې حوزې ساحوي رئیس مولوي حفیظ الدین قمري، د لوژستيک رييس محمد عارف هدایت او د سرې مياشتې ویاند نوراغا صاحب زاده ته وسپارل شوه.

دغه مرستې چې ۴۲ ټنه اوړه او ۳ ټنه بوره په کې شامل دي، پاکستان ته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سفر په ترڅ کې هلته له خیریه بنسټونو د لیدنو په ترڅ کې ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بل ګاونډي هېواد ترکمنستان لخوا هم افغانستان ته بشري مرستو په لړ کې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مرستې راورسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

د دې خلکو څخه څه مه غواړئ. دوی پخپله د هل مړۍ ته ناست دي او هره ورځ یې خلک د قیمتۍ او ګرانۍ د لاسه ځان وژنه کوي. دوی به مونږ سره څه مرسته وکړي. ښه به دا وي چې د دوی کرغېړن حکومت د هندوستان مرسته شوو غنمو او درملو ته په صداقت سره لاره ورکړي تر څو ژر تر ژره هېواد ته راورسېږي او د خلکو مشکلات یو څه پرې رفع شي. مننه

طوطی

یار هغه د هند غنم دی را پریږدی چی بند یی اچولی او نه یی پریږدی چی د پاکستان په لار راشی. تیر ستاسو له مرستی. خپلو پنجابیانو سره مرستې وکړی سفیر مو در وتړی، دروازی په مریضانو مه بنده وی، جاسوسان مو بدون له ویزی مه رالیږی، دا مرستی ځانو سره وکړی. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx