افغانستان

ډالر د افغانۍ مقابل کې ارزښت د لاسه ورکړ، نن يو ډالر په ١٠٢ افغانۍ تبادله کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ٢۴ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): امريکايي ډالر نن چهارشنبه د افغانۍ مقابل کې ١٣ افغانۍ ارزښت د لاسه ورکړى دى.

نن په پلازمېنه کابل کې د مارکېټ د خلاصېدو سره د يو ډالر ارزښت ١١٣ افغانۍ و چې د ماسپښین تر درې بجو ١٠٢ افغانيو ته راښکته شو.

د نن ټکى اسيا خبريال چې نن سهار مهال د صرافانو په بازار کې ګرځېدلى، وايي چې په ځينو ځايونو کې يو ډالر په ١٠٣ افغانۍ اخيستل کيدو خو خرڅولو نرخ يې بيا تر ١٠٧ افغانيو پورې و.

په ننګرهار او کندهار کې هم په ترتيب سره يو ډالر په ١٠٨ او ١٠٧ افغانيو تبادله کيده.

تېره ورځ په کابل کې يو ډالر په ١١٥ افغانۍ تبادله کيده او تر هغه وړاندې د يو ډالر ارزښت ١٢۴ افغانۍ ته لوړ شوى و.

د يادونې وړ ده چي د ډالرو د ارزښت ښکته کېدو سره د خوراکي توکو نرخونه هم غورځېدلې دي.

د کابل په منديي کې نن د يوې بورۍ وړو نرخ ٢٧٠٠ افغانۍ و چې د تېرې په پرتله نرخ کې يې شاوخوا ٣٠٠ افغانۍ کمښت راغلى دى.

د ډالرو نرخ په داسې حال کې ښکته کيږي چې تېره ورځ د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په ټول هېواد کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز اعلان کړ او هغوی ته  د ملي خاینانو په توګه سخته سزا ورکولو ګواښ وکړ چې ډالر قاچاق کوي.

ښاغلي حنفي وویل، چې له تېرو درېیو- څلورو ورځو راهیسې ځینو نامسوولو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د ملي کرنسۍ ارزښت کم ښودلی او یو شمېر ناقانونه کارونه یې کړي دي.

د حنفي په وينا، له همدې امله د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د وزيرانو شورا اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارلې وه څو له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمادالدین پژمان

د افغانۍ د نرخ ساتلو یوه مهمه لاره د غیر ضروری وارداتو چی تول په ډالر کیږی بندول دی همدا پلاستیکی شیان، پاپړ…میلیونونه ډالر همسایه ملکونو ته واردوی. یعنی زموږ ارزی ذخایر د دوی لاسو ته ورځی. ددی لپاره چی د صادراتو او وارداتو اندول وساتل شی له همسایه ملکونو سره باید د جنس په حساب معامله وشی یعنی هر څومره چی دوی زموږ میوی او محصولات اخلی په هماغه اندازه موږ باید له دوی ضروری مواد لکه اوړه او غوړی وارد کړو. که زموږ په بازارو کی کیلی کیوی بی کیفته لبنی محصولات…. نه وی کوم ستر مشکل نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx