افغانستان

ماليې وزارت: ٣٥ دولتي ادارو د دوه مياشتو معاشونه اجرا شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ٢۴ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د مالیې وزارت وايي چې تر دې دمه يې د ٣٥ دولتي ادارو  د سنبلې او ميزان د مياشتو معاشونه اجرا کړي دي او د نورو معاشونه د اجرا په حال کې دي.

د ماليې وزارت وياند احمدولي حقمل د معلوماتو پر اساس په مجموع کې په کابل کې ٦٢ دولتي ادارې وجود لري چې له منځه د ٣٥ دولتي ادارو معاشونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي حقمل زياته کړې چې د پاتې ادارو معاشونه هم د اجرا په حال کې دي.

د نوموړي په وينا د تېر حکومت د نظاميانو معاشونه چې وظيفو ته حاضر شوي وو هم په درست شکل ورکړل شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند وويل چې د متقاعدينو معاشات يو څه تخنيکي ستونزې لري چې دستونزو د حل کيدو سره به يې معاشونه اجرا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا چې د مالیې وزارت وایي د دوو میاشتو معاشونه اجرا شوي، دا خبر ولې ټولو رسنیو ته نه لېږل کېږي چې ټول خلک یې واوری او هم یې وګوري. دا طالبان خو عجیبه مخلوقات دي. ایا په دې نه پوهېږي که # دي. خدای مو خوار مکړه دا ولې داسې عجیبه مخلوق یئ. مونږ مو خلکو ته وشرمولو. څومره ننګه در څخه وکړو؟ لږ د هوښیارۍ څرګندونه خو وکړئ. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx