نظــر

کادرونه او تجربه لرونکي کسان څنګه له هېواده وځي؟

عبدالرزاق حبيبي

څه موده مخکې د ا.ا.ا مشر ويلي وو چې له هېواده تلونکو کسانو ستونزې واورئ او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړئ خو هغه بيچاره هم نه و پوهول شوی چې یوه ستره ستونزه د دوی د رهبرۍ اقدامات دي.

همدا اوس سعودي او نورو حتی اروپايي هيوادونو او استراليا د با تجربه کارکوونکو د جذب لپاره مختلفې برنامې په لاره اچولي دي چې له نورې نړۍ یې جذب کړي.

او همدې هېوادونو بیا دې خلکو ته د یوې ستراتيژۍ له مخې د دايمي تابعيت ورکولو دروازې هم پرانستي دي، چې پخوانۍ او د دوی په هېواد کې تجربه ترلاسه کړي کارکوونکي هیڅکله بل هېواد ته د تګ او یا هم ستنېدو په لارو چارو غور ونه کړي.

په افغانستان کې د وروستيو تحولاتو په اساس په لکونو هغه با تجربه کسان چې په مختلفو برخو کې يې زده کړې کړې وې او کلونه یې دلته په مختلفو (تخنيکي او غیر تخنيکي) ادارو کې دندې ترسره او یا هم د یو زیات شمېر ادارو بنسټونه یې ايښي او په سختو مشکلاتو یې په پښو ودرولې وې، له هېواده ووتل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

تخنيکي کسان څنګه له هېواده ووځي؟
یو زيات شمېر کسان فکر کوي چې ا.ا.ا خو دې خلکو ته وظيفې هم ورکوي نو دوی بیا ولې له هېواده وځي، خو اصلي مشکل باندې ډېر کم پوهېږي، د تخنيکي او یا هم تجربه لرونکو کسانو د تګ یو ستر علت په ادارو کې د صلاحیت نه لرل او د یوې ډېرې کمې تنخوا په مقابل کې ګمارل دي.

په اوسنيو ادارو کې د تخنيکي او یا هم تجربه لرونکو کسانو د تېښتې يو ستر علت په معينيت، رياست او یا هم آمریت کې د داسې کسانو شتون او ګمارنې دي، چې هغه په تخنيکي موضوعاتو یا خو اصلا پوهيږي نه او یا هم دوه درې ساعته لکچر غواړي ترڅو هغه د موضوع عمق ته داخل او بیا د ستونزې د حل لپاره له لاندې کسانو سره همغږی او اقدام وکړي او بیا په هره موضوع کې دا ډول کړنې تخنيکي او تجربه لرونکي کسان حتماً له کاره ستړي او خسته کوي.

د هغو لستونو پر اساس چې په وروستيو کې رسنيو ته راوتلي دي چې د بستونو معاشونه ډېر کم دي او ډېری تخنيکي کسان چې په تېر حکومت او آن نړيوال بازار کې یې د کار معاوضه لوړه وه هیڅکله په اوسني معاش قناعت نه کوي، دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس ګڼ شمېر نړيوال شرکتونه، آن حکومتونه او کمپنۍ د داسې با تجربه کسانو د ګمارلو لپاره په ډېره لوړه کچه د امتیاز او حق الزحمې ورکولو سينه ډبوي.

د وظيفوي مصؤونيت نه شتون یوه بله ستره ستونزه ده، چې په اوسني حکومت کې ليدل کېږي، د پخواني حکومت یو شمېر کسان چې د هغوی له شتون پرته بله چاره نه وه، په خپلو دندو پرېښودل شول خو وروسته بیا د حکومتي دستګاه مربوط کسان راوستل شول او د هغوی پر ځای مقرر او هغوی له دندو ګوښه کړل شول، چې دا د با تجربه کسانو د تېښتې او فرار یو ستر علت دی.

د دندو لپاره د قرارداد او مشخصو اصولو نه شتون یوه بله ستونزه ده، چې تخنيکي او تجربه لرونکي کسان په حکومتي دستګاه کې له دندې محروموي، يعنې د یو کارمند د ګمارنې لپاره هیڅ مشخص قانون او قرارداد نشته، چې د هغه پر اساس که په ریاست، معينيت او یا هم بل با صلاحيته مقام کې بدلون راځي او دا ګمارل شوی کس به له دندې نه ګوښه کوي او خپل کس به نه راولي، مونږ په وروستيو کې ددې ډول ډېرو پېښو شاهدان یو چې ډېر چټک بدلونونه رامنځ ته او آن په ډېره کوچنۍ سطحه ټوله اداره د مشر تر خپلو افرادو محصوره شوه.

حل لاره څه ده؟
که اوسنی حکومت وغواړي چې تجربه لرونکي کسان له هېواده لاړ نشي، ځوان او با انرژي کدرونه اوسنی سستم په حرکت راولي، کارونه چټکتيا ومومي، سالمه رهبري او ستونزو ته پر وخت رسيدګي وشي نو باید په هر قيمت چې کېږي د تېر حکومت پرمهال تجربه لرونکي کسان خپلو دندو ته راوغواړي، هغوی ته پوره صلاحيت ورکړي او له تجربو یې ګټه واخلي.

داسې نه ده چې د تېر حکومت له الف نه تر یا پورې ټول کسان په فساد کې ښکېل وو، د امریکا مزدوران و او یا هم ټول د بهرنيو ګټو ته ژمن و او د هېواد په اړه یې هيڅ د مسئولیت احساس نه درلود، دا کتګوري شاید ډېر کم او ډېری یې د حکومت په رهبرۍ کې و خو کله چې رهبري فاسده وي نو ښکته خلک هم په هماغه مسير حرکت کوي خو چې رهبريت سالم وي نو ښکته خلک حتماً سالم او د رهبر د سالمې رهبرۍ په اساس حرکت کوي، اوس چې د دوی په اند رهبري (وزارت، معينيت) سالمه ده نو رئیس او ښکته کسان به حتماً سالمه رهبري پرمخ وړي او کارونه به حتماً په درست ډول مديريت کوي.

حکومت باید ټول تجربه لرونکي کسان په ټولو تخنيکي برخو کې مقرر کړي، حتی هغه که د وزارت تر کچې وي معينيت، رياست او آمریت خو لا پرېږدئ، که په دې کسانو اعتماد نه لري کولی شي له هغوی سره مشاورين مقرر کړي چې د هغوی د ښوييدو پرمهال یې سمې لارې ته رهنمایي کړي، خو داسې چې صلاحيت ولري نه دا چې بې صلاحيته یواځې سمبولیکه بڼه ولري او ترڅنګ یې بل طالب ناست وي او د هغه مداخله د دې کس له کاره زړه تور کړي.

په لاندې سطحه په هغه تخنيکي برخه کې چې کار ټول تخنيک وي او هغه یواځې محدود کسان کولی شي باید د تېر حکومت د مهال حق الزحمه یا هم له هغه ډېره ورکړل شي، ځکه دا کسان هغه متفکر مغزونه دي چې که حکومت یې جذب نه کړي او خوشاله یې ونه ساتي نو د هغوی لپاره په نوره نړۍ کې د کار دومره فرصتونه دي چې څوک به یې ګمان هم نه شي کولی او په تللو به یې نه یواځې دا چې د افغانستان تخنيکي ادارې فلج شي بلکې له هېواده به یوه ستره معنوي سرمایه هم لاړه شي او په دې ډول به بیا مونږ د نويو کسانو په روزلو، ګمارلو او با تجربه کېدلو کلونه کلونه وخت ولګوو او هېواد به مو عملاً د يو ستر بحران په منځ کې را ګېر شوی وي.

په یوه لنډه جمله کې کولی شو خپله خبره راټوله کړو او هغه دا چې کله چې اوسنی حکومت امریکا ته اړتيا لري او په مختلفو شکلونو ورته وایو چې مونږ سره ښې اړيکې وپالئ او “تاسې ستر او عظيم ملت یئ” سره له دې چې مونږ یې وژلي، بمبار کړي او شل کاله یې راسره دښمني کړې، ولې خپل تجربه لرونکو کسانو سره عقده مندانه چلند، دښمني وکړو او له ځانه یې وشړو، سره له دې چې ډېری تجربه لرونکي او تخنيکي کسان نه په وژلو او نه په ظلم کې شريک شوي دي او اوس ورته حتی له امریکا هم ډېره اړتيا لرو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* عبدالرزاق حبيبي کابل مېشتی لیکوال او ژورنالست دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

هیله ده نن اسیا وال زما خبری سانسور نکړی. خبره بیا هم دومره اسانه نده. دوظیفی عدم مصئونیت غټه خبره ده. خو انقلاب راغلی دی. په قانونی ډول کله چه طالبانو اعلان وکړ چه دوی ټول پخوانی مامورین په خپلو کارو پریږدی طالبانو دتیر حکومت ټول پرسونل منلی دی. بیا نو دهغو اخراجول دبیقانونی په نشتون کی دقانون له مخه ناجائز او طالبان دقانون او قراداد لمخی مسئول دی. دهغوی منفکی دګناه دنشتون نه پرته اسلامی عمل هم ندی. ایا طالبان تیر قانون منی؟ سوال هم دادی. ددوی پټه خوله دا افاده کوی چه دوی بیقانونه کارونه کوی. دوی استبداد… نور لوستل »

Karwan

ثابت صاحب ، مشکل شته او دپخواني اداري ټولي ناخوالي اوس طالبانو ته پاتي دي. په څلورو مياشتو کي هر څه نشي کيدي، داسلاح او قانونمندي لپاره ډير وخت ته ضرورت دي. دا حکومت تر اوسه سرپرست حکومت دي! دقانوني اساسي لپاره بايد يا عنعنوي لويه جرگه او يا دعلماوو او حقوق پوهانو جرګه جوړه شي، تر ځو هغوي وکولي شي يو قانون جوړ کړي او يا په زاړه قانون کي تغيرات راولي او تصويب ئي کړي. ما په همدغو رسنويو کي ولوستل، چه دسيکولر رژيم يو مامور چه اوس هم کارکوي او په ډيره سپينسترګي سره وائي ” ما… نور لوستل »

طاهر ثابت

محترمه ستا خبره سمه ده. ما هم کارشکنی یاده کړی ده چه ځینی زاړه مامورین به یی کوی. دا هم سمه ده چه له طالبانو دمعجزو تقاضا باید ونسی. په یوه نیمه هفته کی دافغانستان نیول معجزه وار ښکاری خو اسباب یی مالوم دی. دافغانستان قانونونه مالوم چه ۹۵ فیصده اسلامی دی. نو دطالبانو خاموشی بده ده. څلور میاشتی بیقانونه حکومت کول کوچنۍ خبره نده. غنی قانون درلود خو مراعات یی نه کاوو او طالبان بیا بیخی قانون نلری. دشرع دعوی کول به ساده لوحو خلکو ته منلی وی خو دیو قانوندان لپاره تر ټولو بده خبره ده. دا په… نور لوستل »

طاهر ثابت

دلیکونکی یوه خبره می خوښه نسوه. هغه چه طالبان لیکچر ته ضرورت لری … نو خلک ځکه تښتی. بلی طالبان لیکچر ته ضرورت لری او هرڅوک شاید ضرورت ولری. هغه چه دلیکچر ورکولو خبره کوی هغه نپوهیږی چه دا پدیده جهانی ده. تجربه کار او تعلیمیافته کس ځکه دخپلو پیشنهادو لپاره مقدمه جوړوی ترڅو موضوع تعریف کړی، دهغی موضوع ښه او بد اړخونه ووایی، او بیا دخپل هدف لپاره لازم تدابیر وړاندی کړی. داسی مالومیږی افغانان داسی کلچر نلری، هرڅه یی په خپله کوپړی کی وی، صحیح یا غلط، او هغه باید ومنل سی. داسی کسان دحکومت لپاره مضر وی… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

جناب حبیبی صاحب کله چې د اول بست څخه تر درېیم بست پورې مسلکی او کدري مامورین لرې کېږي او ورته ویل کېږي چې له لومړي بست څخه تر درېیم بست پورې د اسلامي امارت دي نو څرنګه به په دې هېواد کې هغوی تم شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ له ځانه باید پوښتنه وکړو چې آیا هغه تېروتنې چې نورو وکړې مونږ هم هغه تېروتنې نه کوو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

Karwan

مولوي صاحب زاهد،
زه پوره باور لرم چه داسي ځه نشته او نه تر اوسه په دي مورد چا کوم شکايت کړي. دغه ټوله دمډيا له لاري پوچ تبليغات دي او موږ اوس ددي تبليغاتو سره عدت شوي يوه، بوه خبره هم رښتيا نده. دتاسي تبليغاتي ليکني زه له ډيره وخته تعقيب کوم! بس ده نور دا خوشي تبليغات مه کوه. زه پوهيږم چه دزکولرانو له جملي يو شخص ئي، په غلطه ځان ته مولوي وائي، خداي دهدايت درته وکړي، کنه ايمان به دخوار شي او بي ايمانه به له دنيا لاړ شي! کاروان

اسلام زنده باد

ایا حقانی غوندی سرتمبه انسان وزارت تحصیلات عالی کولای شی؟؟ ایا شیخ دلاور د معدن وزارت کولای شی؟؟؟ ایا فوایید عامه وزارت مولوی صاحب کولای شی؟؟؟ د خدای تعالی خخه بیره په کار ده!!! اسلامی امارت دی مسلکی وزارتونه او بستونه خپل خلګو ته ورکری خو چی مسلکی او تقوا داره وی. تاپه پر چا مه وهی زه مسلمان یم په اسلام می خوابدیژی نو زکه د اسلامی امارت دا غیر شرعی عمل غندم.

فرهاد

زاهد صاحب یو متل ده چی وای خره لکی که له سرنه اویشت یا له کشتنه هماغه یو لویشت ده دی کاروان لکی هماغه یوه لویشت تغییر نکوی

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx