ورزش

مصر ته وروستۍ دقیقه کې په ماتې ورکولو تونس د عرب جام پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د مصر او تونس فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فیفا عرب جام لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره شوه چې تونس په وروستۍ دقیقه کې په ګول ترلاسه کولو بریا خپله کړه.

تونس لوبډلې ته د لوبې په وروستۍ یا له ۹۰ دقیقو وروسته د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د شاټ وهلو فرصت په لاس ورغی، چې د مصر لوبډلې لوبډلمشر عمر السولیه د دفاع کولو پرمهال توپ خپل ګول ته وغورځاوه او برعکس یې تونس ته ګول ورکړ.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د چهارشنبې په ورځ د عرب جام نیمه پایلوبې لومړۍ نیمایي له غوره لوبې وروسته په صفر-صفر پای ته ورسېده، دغه راز د دوهمې نیمایي تر وروستۍ دقیقې پورې لوبه مساوي وه خو په 95مه دقیقه کې د مصر لوبغاړي په تېروتنه تونس ته ګول ورکړل شو او پایلوبې ته یې لار وموندله.

په دې پایلې سره، د تونس لوبډله به د شنبې په ورځ د کوربه قطر او الجزائر لوبډلو ترمنځ د دوهمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې د عرب جام دوهمه نیمه پایلوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې په استاد الثمانه لوبغالي کې د قطر او الجزائر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

بل لوري ته به د نیمه پایلوبو ماتې خوړونکې لوبډلې له پایلوبې وړاندې د دریم او څلورم مقام لپاره راتلونکې شنبه سیالي ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx