روغتیا

د عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د اومیکرون بڼې کومه پېښه نه ده موندل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، 25 لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې اومیکرون بڼې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژبر وایي چې په هېواد کې د کووید-۱۹ ناروغي تر کنترول لاندې ده او دغه هېواد کې د نوې بڼې اومیکرون بڼې پېښه نه ده موندل شوې.

نوموړي رسنیو ته ویلي، «اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغي تر ډیره د اندېښنې وړ نه ده، زموږ د وروستیو راپورونو پر اساس تېره ورځ د ۸۰۴ سمپلونو څخه یې ۱۲ مثبتې پېښې موندل شوي او یو ناروغ خپله ژوند له لاسه ورکړی».

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د درملنې د ۳۸ دولتي روغتونونو څخه ۲۱، او د خصوصي نهو روغتونونو څخه درې یې پرانیستي دي.

بل لوري ته د ځینو روغتونونو چارواکي د روغتیایي وسایلو له کمښت څخه سر ټکوي او زیاتوي چې د اومیکرون بڼې د تشخیص وسایل نه لري.

په پلازمینه کابل کې د افغان جاپان روغتون چې د کووید-۱۹ ناروغانو د درملنې یوازینی مرکز دی وایي، د کرونا ویروس د نوې بڼې «اومیکرون» لپاره اړین وسایل یا کټونه نه لري.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دوی له یو ملیون زیات کرونا ضد واکسینو زیرمه لري او د چین او امریکا له لوري هم د واکسینو د مرستې ژمنې شوې دي چې ډير ژر به هېواد ته راورسیږي.

چارواکي زیاتوي چې په ګڼ شمېر روغتونونو کې د کرونا واکسین تطبیقیږي.

تېره اونۍ کابل کې د چین سفیر د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته د کرونا ضد سینوفارم واکسینو یو ملیون مرسته وسپارله او ترڅنګ یې د دوه ملیونه دوزه نورو مرستو ژمنه تازه کړه.

ددې سربېره افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس ویسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان سره به د کوواکس بهیر له لارې د یو ملیون دوز کرونا واکسینو مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx