افغانستان

بهرنيو چارو وزارت د هند له حکومت غوښتي چې افغان محصلینو ته ويزې ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ٢٥ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): هندي رسنۍ وايي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د هند له حکومت رسمي غوښتنه کړې چې افغان محصلینو ته چې په افغانستان کې پاتې دي ويزې ورکړي څو دوى خپلې زده کړې پوره کړي.

شاوخوا ٢٥٠٠ افغان محصلين چې په هند کې تحصيل کوي د اګست د پنځلسمې د تحول وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي او پخوانۍ ويزې يې د هند حکومت باطلې  کړي دي.

نور پيمان په نوم يو محصل چې د هند په شاردا پوهنتون کې زده کړې کوي هندي رسنۍ نيوز 18 ته ويلي دي چې دوى دوه ځل د بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي سره دا مسئله مطرح کړې او هغه ورته ويلي چې دوى د هند حکومت سره په دې اړه اړيکه نيولې ده.

نور زياته کړې چې د اګست پر ٢٥مه يې د هند د حکومت ايميل ترلاسه کړ چې په کې د نوموړي ويزه باطله شوي وه او ترې غوښتل شوي وو چې انلاين ويزې ته غوښتنليک جمع کړي.

د نور په وينا دوى انلاين غوښتنليک جمع کړ خو د شاوخوا درې نيمو مياشتو په تېريدو سره هيڅ يو افغان محصل  لا هم ويزه نه ده ترلاسه کړې.

څو ورځې وړاندې په نوى ډهلي کې د افغانستان سفير فريد ماموندزي هم د هند له حکومت وغوښتل چې په افغانستان کې  بند پاتې ٢٥٠٠ محصلینو ته ويزې ورکړي څو دغه محصلین خپلې پاتې زده کړې تکميل کړي.

د يادونې وړ ده چې د هند حکومت افغان اتباعو ته حاضره د انلاين ويزې يوه کټيګوري پرانيستې ده خو په تېرو څلورو مياشتو کې يې يواځې ٢٠٠ ويزې د دغه لارې افغانانو ته ورکړي دي.

ويل کيږي چې دغه ويزې د هند حکومت اهل هنود او سکانو ته ورکړي دي چې تېره اوونۍ په يوه کرايه شوي پرواز کې له افغانستان ووتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx