نظــر

احتکار، جنايت او علاج يې

عبيدالله رقيب

څوک چې اموال تر لاسه کوي او د ګرانېدو په نيت يې د خلکو د متضرر کيدو تر حده له ځان سره ساتي دې کړنې ته په شريعت کې “احتکار” ويل کيږي; ناروا عمل دی.
احتکار نه یواځې اخروي زیان دی بلکې دنیوي سزا هم لري.

ﻋﻦ ﻋﻤﺮ – ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ – ﻋﻦ اﻟﻨﺒﻲ – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – ﻗﺎﻝ: ” «اﻟﺠﺎﻟﺐ ﻣﺮﺯﻭﻕ ﻭاﻟﻤﺤﺘﻜﺮ ﻣﻠﻌﻮﻥ» “. ﺭﻭاﻩ اﺑﻦ ﻣﺎﺟﻪ، ﻭاﻟﺪاﺭﻣﻲ. مشکاة.
ﻭﺭﻭﻯ اﻟﺤﺎﻛﻢ ﻋﻦ اﺑﻦ ﻋﻤﺮ: «اﻟﻤﺤﺘﻜﺮ ﻣﻠﻌﻮن»

ملا علي قاري رحمه الله دغه روايت داسې تفسيروي:
زموږ بازارونو ته مالونه راوړونکي د اللهﷻ له رحمت او د تجارت له برکته برخمن دي او زموږ له بازارونو د ګرانېدو په نيت اموال ذخيره کوونكي د لعنت او مسکنت سره مخ دي.

عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من احتكر طعاما أربعين ليلة فقد بريء من الله وبريء الله منه الحديث. مستدرك الحاكم
ژباړه: څوک چې د ګرانېدو په خاطر تر څلویښتو ورځو خوراکي مواد وساتي بې شکه چې هغه نفر له الله نه بیزار دی او الله هم له هغه نفر نه بیزار دی.

احتکار کوونکي نه یواځې په خپلو ځانونو د الله غضب نازلوي بلکې نورو وسدارو ته هم د الله غضب جلبوي؛ روایت دی چې :« أيما أهل عرصة أصبح فيهم امرؤ جائعا فقد برئت منهم ذمة الله»
مستدرک

یعنې په هر کلي/کور کې که کوم نفر له لوږې شپه سبا کړي نو له هغو خلکو د الله ذمه پورته کیږي؛ یعنې په دنیا کې ورباندې تعذیر راځي او په آخرت کې ورته عذاب ورکول کیږي.

عن اليسع بن المغيرة قال مر رسول الله صلى الله عليه وسلم برجل بالسوق يبيع طعاما بسعر هو أرخص من سعر السوق فقال تبيع في سوقنا بسعر هو أرخص من سعرنا قال نعم قال صبرا واحتسابا قال نعم قال أبشر فإن الجالب إلى سوقنا كالمجاهد في سبيل الله والمحتكر في سوقنا كالملحد في كتاب الله.
مستدرك الحاكم

ژباړه: له یسع بن مغیره رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بازار کې په یو نفر تیریدو چې خوراکي مواد یې د بازار له نرخ نه په ډیر ارزان قیمت خرڅول، رسول الله ورته وفرمایل ته خو له بازار نه په ډیر کم قیمت خپل توکي خرڅوې هغه هو (پوهیږم) رسول الله وویل: د ثواب په نیت؟ ول هو. رسول الله ورته وفرمایل: تاته زیری درکوم زموږ بازار ته (خیر برکت) راوړنکي داسي دي لکه د الله په لاره کې جهاد کوونکي او زموږ په بازار کې د خلکو په ضرر اموال ذخیره کوونکي داسې دي لکه ملحدین د الله په کتاب سره.

زموږ په فقه کې احتکار مکروه تحریمي ګڼل شوی؛ ترسره کوونکی یې ملعون، ګناهګار او زیانمن یاد شوی…
څوک چې احتکار ترسره کوي لومړی دې د وخت حکومت پوهاوی ورکړي، که یې دا عمل تکرار کړ اخطار دې ورکړي، که یې دریم ځل تکرار کړ نو زنداني دې یې کړي او تعزیر دې هم ورکړي… قاضي دې د دغسې محتکر اموال ورنه خرڅ کړي فقط د عیال د نفقې په اندازه دې ورته پریږدي.

متأسفانه چې زموږ په ګران هیواد کې ځینې کړۍ کوشش کوي چې‌ د شخصي ګټو په خاطر په خلکو مالونه ګران کړي او ځینې یې دستوري او استخباراتي کړۍ دي چې غواړي په دغسې چلند سره د افغانستان امن ګډوډ کړي، خلک او حکومت سره بيل کړي او یوځل بیا داسې لیوانو ته میدان خالي کړي چې د دوی بمونو ته هرکلی ووایي، د وړو بمونو په ځای غټ بمونه وغواړي او هیواد مو د )بمونو مور( په څېر د هر راز کیمیاوي اسحلو د ازمایلو ډګر وګروځوي، بلکې زموږ په انسانانو د هغوی عسکرو ته نښه ور زده کړي، زموږ ولسونه د طبي چونګښو په څیر د جنګي جنایتکارانو لپاره د ازموینې مواد وبولي او د دوی د ښاریاتو امن زموږ له هیواده زموږ په وینو او زموږ په بې عزته کولو تامین کړي.

نو د هیواد د ارشاد، امر بالمعروف، اوقافو او رسنیو چلوونکي ارګانونه باید لاس په کار شي، خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي، د داسې کړنو له ظاهري او معنوي زیانونو یې خبر کړي.
په مساجدو کې امامان، په تعلیمي ادارو کې استاذان او په ټولنیزو رسنیو کې د ایمان او ویښ وجدان خاوندان دې په دې اړه نشرات وکړي ترڅو هیڅوک ناخبره پاتې نشي. وروسته که څوک په دغسې اعمالو ولیدل شول هغوی به واضح جاسوسان او د پردیو ګټو ته ژمن د خپلو هیوادوالو هلاکوونکي عناصر وي… حکومت او ولس به وکولای شي چې په اسانۍ سره یې مهار کړي، ځانونه ورنه خلاص کړي ترڅو د دښمنانو دغه فریبونه هم خنثا شي.

بتوفیق الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx