ورزش

د قطر او الجزائر زړه وهونکې لوبه الجزائر وګټله او د عرب جام پايلوبې ته ووتله

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د فيفا عرب جام دوهم نيمه پايلوبه د کورقه قطر او الجزائر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې زړه بوږنونکې حالت وروسته الجزائر بريا خپله کړه.

دغه لوبه چې د دوحې په استاد الثمانه لوبغالي کې چهارشنبه د شپې ناوخته ترسره شوه، الجزائر د ۲ په ۱ توپير بريا خپله کړه.

د لوبې لومړۍ نيمايي د دواړو لوبډلو په ځينو فرصتونو ضايع کولو صفر سره پای ته ورسېده. د دوهمې نيمايي په ۵۹مه دقيقه کې د الجزائر حسين به عياده د محمد منطاري په مرسته په زړه پورې ګول راوړ او الجزائر يې وړاندې کړ چې تر ۹۰ دقيقو يې دوام وکړ.

له ۹۰ دقيقو وروسته د لوبڅار له لوري ۹ اضافي دقيقې وخت ورکړل شو چې ټولو ته حيرانونکی و. په ياده موده کې قطر وتوانېده د المعز علي په مرسته مساوي کونکی ګول راوړي.

د وخت ضايع کېدو له کبله ۹ اضافي دقيقې ۲۰ دقيقو ته وغځېده چې په ۱۱۷مه دقيقه کې د قطر په تېروتنه الجزائر ته د پينالتي شاټ وهلو فرصت په لاس ورغی چې يوسف بلايلي ګټونکی ګول وواهه.

الجزائر به د فيفا عرب جام پايلوبه کې د تونس لوبډلې سره مخامخ کيږي، کومې لوبډلې چې لومړۍ نيمه پايلوبه کې مصر ته په ۱-۰ ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې ده د الجزائر او تونس فوټبال لوبډلو ترمنځ د عرب جام پايلوبه د قطر په البيت لوبغالي کې د شنبې په ورځ ترسره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx