electracity

جلال آباد ښار او د برېښنا ستونزه

لیکوال: محمد رفیع یادګاري

هسی خو که عمومیاتو ته وګورو په تیرو دیارلسو کالو کی په ګران هیواد افغانستان کې خورا ډیر پرمختګ شویدی،دا پرمختګونه د افغانستان په تاریخ کی بی ساری دې او کله هم د داسې انقلابې پرمختګ شاهدان نه ؤ، خو که بیا په جزیاتو کی لاړ شو او هر بخش ځانته ځانته له نظره تیر کړو نو پوهیږو چی په دا تیر دیارلس کاله کې مونږ ډیر چانسونه له لاسه ورکړیدی او هغومره کار چی باید شوی واي نه دی شوي، زه دلته د برښنا پر موضوع غواړم اول یوه عمومی نظر وړاندی کړم بیا د خپل ولایت د برښنا  پر ستونزه و غږیږم.

سره له دی چی د افغانستان دننه په ولایاتو کی پخوانی جوړ شوی د برښنا ډیر بندونه شتون لری او کیدای شی چی په ښه توګه تری ګټه واخیستل شی ، د مثال په ‌ډول د هلمند ولایت د کجکی بند،د هرات د سلما بند، د غزنی ولایت قریبآ پنځه بندونه همدا شان د نغلو بند، د درونټی بند، د کنړ بند  او داسې نوری چی اوس مهال می ذهن ته نومونه یی نه راځی  په کافې اندازه بریښنا تولیدولای شې او د استفادی وړ دی ،خو په دا تیرو دیارلسو کالو کی د دغه بندونو  د اساسی رغولو لپاره نه دا چی چندان کار ونه شو بلکه پر دغه بندونو بُنه  هم راوستل شوه یعنی له ګاونډیانو بریښنا وپیرل شوه ،دا نو هغه لامل و چی زمونږ د دولت دلچسپی له دغه بندونو څخه کمه کړی او پر پیرل شوی بریښنا یی ور تکیه کړی ، زه په ډیر صراحت سره دا دعوه کوم که دغه سرمایه چی د ګاونډیانو څخه په برښنا را نیونه کی مصرف شوی په همدغه بندونو لګیدلی وې نه دا چی دا شته بندونه به پرې په اساسی ډول رغیدل بلکه د نوی برښنا بندونو تهداب به هم کیښودل کیده او مونږ به پخپله د خپل برښنا مالکان وای ،اوس چی دا کار نه دی شوی نو زمونږ سرمایه هم مصرف شوه او د برښنا کلي ګانې هم د ګاونډیانو  په لاس کې پاتی شوه  او هغه اندازه برښنا چی باید افغانستان ته ورکړل شې نه ورکول کیږی ، د هرات ولایت اوسیدونکی د برښنا له ضعف څخه هر وخت سر ټکوی او ادعا کوی چی حتی ګروپونه سمه رڼا نه کوی او ایران هغه اندازه برښنا چی باید هرات ته ورکړی نه ورکوی ،د کابل ښار چی پایتخت دی هم له دغه مصیبته خلاصه نده او  هره  ګوښه یی د پرچاوی سره مخامخ دی ،راځم خپل ولایت ته یعنی جلال آباد ته.

له کله چی د نغلو برښنا جلال آباد ته  رسیدلی ده  د تقسیم اوقات سره سم اکثر نقاطو ته  دغه برښنا غزیدلی ده ، خو د خلکو ستونزی نه دا چی حل نه شوی بلکه دغه برښنا خلک د یو ډول سر در ګمی سره لاس او ګریوان کړیده ،یو شپه په اتو بجو برښنا بندیږی او د شپی په یوه بجه راځی ،بله شپه په یوه بجه ځی بیا د سهار په پنځه بجو راځی ، کله د ورځی له خوا مکمله نه راځی او کله هم ټوله شپه دغه برښنا نه وی ، دا ستونزه صرف او صرف په عامو خلکو ده خاص خلک ،چارواکی او زورواکی له دغه پرچاوی څخه مستثنا دي، او ولی نه وی دوی خو ولیان دی ،جهادیان دی او د الله ج ټول نعماتو څخه همدوی باید پوره ګټه پورته کړی چی کوی یی او هیڅ نوع کوتاهی هم نه  ور باندی کوی، د جلال آباد دولتی برښنا د څینو په خبره د ځینو زورواکو تجارانو لخوا د جنراتوری برښنا په نوم پر خلکو پلورل کیږی ، کوم کسان چی له دغه برښنا استفاده کوی وایی کله چی دولتی برښنا لاړه شی نو جنراتوری برښنا هم بنده شی یعنی دا په دی معنی چی د دولت برښنا د جنراتوری برښنا په نوم په هغه ځایونو کی چی لا برښنا نده توضیع شوی پلورل کیږی ،نو ځکه یی ټول زور له غریب ولسه راوځی ،که دا خبره رښتیا وی نو شاید چی د ننګرهار د برښنا ریس له دغو زورواکو تجارانو سره شریک وی ، او یا دا چی بی خبره وی ، که بی خبره وی نو داسې خوبولی ریس باید ځارنوالی ته معرفی شی چی تر زنې لاندی یی خلک برښنا باندی شخصی تجارت کوی او دی خان صاحب په خوب ویده دی ،او که ویښ دی نو باید د ښار په هر ګوټ کی له هر دوکاندار څخه پوښتنه وکړی چی جنراتوری برښنا یی له کومه اخیستی ،سرچینه یی معلومه کړی د ګولایی عربانو برښنا دی و څارې ، د جوی هفت برښنا دی هم  و څارل شی تر څو د دغه زورواکو تاجرانو له خولی  څخه د بیت المال دغه نوړۍ را وباسی او هغه خلک چی پر دولتی برښنا تجارت کوی عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کړی ، او بله غوښتنه دا ده چی د پرچاوی پر وخت د ټولو چارواکو او زورواکو برښنا دی هم بنده شی ، هغوی د شخصی جنراتورونو د چلولو توان لری خو غریب اولس یی نلری .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د