نظــر

هو، امریکا ستراتیژیکه ماتې وخوړه!

عبيدالله سهاک

امریکا د لومړي ځل لپاره افغانستان د ۱۹۳۴ میلادي کال د اګست په ۱۱ نېټه په رسمیاتو پېژندلی.

په هغه وخت کې د مرحوم ظاهرشاه واکمني وه. د رسمیت پېژندنې غوښتنه ظاهرشاه ترې وکړه. ویل کېږي، چې امریکا په لومړیو کې یادې موضوع ته ځکه اهمیت ورنکړ، چې په هغه وخت کې امریکا د نړۍ لپاره سیاسي موخې نه درلودې، بله دا چې د امریکا حقوقي او سیاسي جوړښت په دیموکراتیکو ارزښتونو استوار شوی و؛ نو افغانستان ته یې د رسمیت پېژندنې یو مهم شرط دا وړاندې کړی و، چې باید په نظام کې دیموکراتیک اصول ځای پرځای کړي.

تاریخ وایي، چې په هغه وخت کې د افغانستان صدراعظم محمدهاشم خان و، نوموړي مذهبي فکر درلود، له دیموکراسۍ سره جوړ نه و، د هغه له استعفاه وروسته محمود خان صدراعظم شو، د نوموړي فکر له دیموکراسۍ سره نسبتاً جوړ و. امریکا په خپله بهرنۍ پالیسي کې سیاسي موخو ته مخه کړه، چې په دې سره د امریکا پام د افغانستان لوري ته واوښت.

د افغانستان په استازولۍ د عبدالحُسین عزیز غوښتنپاڼه د امریکا د هغه وخت ولسمشر روزویلټ له لوري ومنل شوه. د دې تر څنګ د امریکا د سفارت بیرغ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پورته شو.

په سیاسي او نظامي لحاظ د امریکا لپاره افغانستان له درې لوریو اهمیت درلود:

لومړی: برتانیې په هند کې د خپلې امپراتورۍ د زوال ننداره کوله، امریکا هند ته سترګې پټې کړې وې.

دوهم: د روسیې د دفعې لپاره افغانستان یو ښه جیوسټراتیژیک او جیوپولیټیک موقعیت درلود.

درېیم: په غیر مستقیم ډول د ايران پر ملي حاکمیت تسلط موندل.

زیات وخت نه و تېر شوی، چې امریکا په افغانستان کې په اقتصادي فعالیتونو لاس پورې کړ، د ارغنداب د بند په جوړولو یې کار پیل کړ، د کندهار هوایي میدان یې جوړ کړ، د کابل _ کندهار لویه لار یې د لومړي ځل لپاره په معیاري ډول ورغوله.

تاریخ وړاندې لیکي، چې د امریکا له دغو خیرخدایي فعالیتونو څخه دا پایله اخیستل کېږي، چې دوی غوښتل افغانستان د منځنۍ آسیا د دفعې او کنټرول لپاره په یوې دایمي اډې بدل کړي. ویل کېږي، چې له همغه وخته یې د باګرام د پوځې اډې طرحې وکښلې؟!

پایله:
له افغانستانه د امریکایانو وتل کومه وړه موضوع نه ده، د دوی وېستل د امریکایي مشرانو د کلونو کلونو د خواریو او تکلیفونو په اوبو لاهو کول دي.( ویل کېږي، چې د امریکا د امنیت شورا له لوري پر طالبانو اقتصادي بندیزونه یوازې د دې لپاره دي، چې حد اقل تر ۲۰۰۰ پورې امریکایي عسکرو ته په افغانستان کې ځای ورکړل شي)؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx