افغانستان

حافظ محمدامین فاروقي د برېښنا شرکت د نوي رئیس په توګه وپېژندل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د برېښنا رسونې د خدمتونو د چټکتیا او چارو سمون په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا حافظ محمدامین فاروقي د برېښنا شرکت د نوي رئیس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.

 په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه نن د پنجشنبې په ورځ د برېښنا شرکت د غونډو په تالارکې نیول شوي وو، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف وینا وکړه او د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس په توګه یې حافظ «فاروقي» ګومارل پرځای او مناسب ګام وباله او د نوموړي ریاست کار کوونکي یې په چارو کې همکارۍ او همغږۍ ته وهڅول.

ددې ترڅنګ د برېښنا شرکت د سوداګرېزو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني پانګه وال د برېښنا په برخه کې پانګونې ته وهڅول، ځکه دده په خبره اوس تر بل هروخت زیات د پانګونې لپاره شرایط مناسب دي.

د برېښنا شرکت د ویاند حکمت الله نورزي د معلوماتو له مخې په دغه غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال وزیر مولوي عارف الله عارف سربیره د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګرېزو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، عملیاتي رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، د مالي او اداري چارو رئیس اسدالله انعام، د دفتر رئیس عبدالولي سعد او د کابل برېښنا رئیس مولوي فضل الرحمن فضلي یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا شرکت چارواکو په دې وروستیو کې د برېښنا اړوند نیمګړو پروژو د تکمیل چارې له سره پیل کړي، چې په بشپړېدو سره به یې د انرژۍ برخه کې شته ستونزې تر یوې اندازې پورې حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

قربان مو شم ملاصاحبانو

برېښنا او انرژي له صلاحیت سره مل متخصصو اشخاصو ته پرېږدۍ ولو که ماضي کې فاسد او فاسق هم وي.

غمی،پښتین

غوربندی صاحب ته،
ډیر زر به ټولی شفاخانو کی طالیبان ملایان د ډاکترانو په ځای مقر ر شی،مریضان به معاینه کوی، دا قاری صاحب به د ادیسن په شان نوی قسم برق اختراع کړی،لږ صبر وکه ،دا د پټی سر دی لاندی پټی سورور دی ،

اسلام زنده باد

چی مفتی قاری یا مولوی نه وی او هغه هم د دوی سره ولار نه وی چیرته یی ورکوی. دا چوکی ده نور خبره د حدیث او د قران دتطبیق نه دی بلکی خبره د مقام ده.

احمدشاه

الله د انصاف درکړې غوربندې
له ماضې فاسد او فاسقه روشناېې غواړې الله د خیر پیش کړۍ

غوربندی

ښاغلی احمدشاه صاحب په دعاء مو آمین وایم،، وېل یو لاروی پر لاره تېرېده او پر ناست یې سلام وکړ،، ناست د سلام له ځواب سره مل ورته کړل چې خرک .. س ماما ستړی مه شې،، لاروې سخت وپارېد،، ناست ور زیاته کړه چې ناانصافه دې خ… ته دې پام دی او ماما ته دې پام نه دی. ما د تخصص د اهمیت په خاطر دا ووبل چې که متخصص او ماهر خلک دیني علم ونلري او چندانې تقوی داره هم نه وي نو د مسلکي چارو په سمبالښت کې یې استخدام لازمي امر دی،،، برعکس د قرانکریم حافظ… نور لوستل »

غوربندي

په تېر پسې ….. ښاغلی احمدشاه صاحب د عامه پوهاوي له پاره یوه پوښتنه مطرح کوم،، د تېر شل کلن اشغال له تحت الحمایه ادارې سره ولې کار کول ناجایز او مذموم عمل وو؟ دا په دې خاطر چې ددې ادارې بنیاد په ظلم، تیري، درواغو او فساد سره ایښودل شوی وو،، د اشغال تر سیوري لاندې ډېر سپېڅلي خلک هم په تدریجي ډول فاسد شول،، نو ځکه ورسره کار کول ناجایز عمل وو،، برعکس،،، یو مثال به تېر کړم،،، زمونږ یو لیرې خپلوان چې پخوا له ټوپکیانو او پاټکیانو سره مل وو،، الله تعالی په داسې توګه مسخر کړ… نور لوستل »

اسلام زنده باد

د دی ورور تخصص سه دی، سه تجربه لری، د کوم معیار پر اساس راغلی؟؟؟؟ همدا پوشتنی به هغه یتیمان کوندیانی او مظلومان په قیامت هم کوی چی د نه برقه یی د یخنی خخه د شپی خوب نه وی کری یا یخنی شهید کری وی. طالبانو کرامو مسلکی خلګ وګماری قسم ده که یی جور کری. دا مدرسه نه ده دا سستم غواری طرحی غواری د طرحو ترمنز بهینه غواری الله تعالی مو پوه کره وطن مو خراب کر. امنیت کی شه یاست، مصرف کی هم دیر تکره یاست اصراف نه کوی، د قضایاوو په حل کی هم انصاف… نور لوستل »

اسلام زنده باد

ای د نن تکی اسیا چلوونکو زه یو مسلمان افغان چی په اسلام می خوا بدیژی په مسلمان می خوا بدیژی تاسو زما سالم برحق انتقاد نشی زغملی هغه هم د خبرو تر حده نه د عمل ترحده. نو تاسو به په نظام کی عملی منتقد چیر ومنی که سه هم د قران او حدیث دلیل درته ووایی تاسو یی نه منی زکه غرور، سرتمبګی او پاکستان د غلامی نشی در پکشی د ورایه معلومیژی. نور مو خوند نشته په الله تعالی قسم چی د دی مظالمو پوشتنه درخخه وشی. کفار او د هفوی د نوکرانو خخه خو ګیله نشته.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx