ورزش

د کرونا له کبله د پاکستان او ویسټ انډیز ون ډی سیریز وځنډېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او ویسټ انډيز کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ د کرونا پېښو له کبله وځنډېدله.

پاکستان ته په سفر د ویسټ انډیز لوبډلې یو شمېر لوبغاړي او کاروونکي په کرونا اخته شوي چې له کبله یې د یادو درې سیالیو سیریز د راتلونکي کال جون میاشتې ته د ځنډېدلو پریکړه وشوه.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د ویسټ انډيز لوبغاړو او کارکوونکو د کرونا معاینات وشول چې له منځه یې د درې لوبغاړو په ګډون ټولټال ۹ تنو کې د کرونا پېښې موندل شوي دي.

د پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ بورډونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د لوبلړۍ ځنډېدل د دواړو لوریو په ګډه پریکړه کې وشوه چې دغه سیریز به راتلونکي کال ترسره کیږي.

د پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه د کرونا ګواښونو سربېره د شل اوریزو سیریز دریمه لوبه ترسره شوه، چې پاکستان د ۳ ویکټو په توپیر غوره بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې ویسټ انډيز لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۷ منډې جوړې کړې وې، خو پاکستان د محمد رضوان او بابر اعظم په مرسته ټاکلی هدف په ۱۹م اور کې بشپړ کړ، او سیریز یې په درې صفر خپل کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیریز چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ د دیسمبر له ۱۸مې په کراچي کې پېل کېدو، وځنډول شو.

هغه لوبغاړو کې چې د کرونا پېښې موندل شوي د بایو-امنیتي پروتوکول له مخې به په پاکستان کې پاتې وي تر څو یې معاینات منفي وموندل شي، دغه راز پاتې نور لوبغاړي به ډیر ژر ویسټ انډيز ته سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx