افغانستان

هرات: د ولایتي شورا یو نوماند له دوو زامنو سره وژل شوی دی

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري۱۴مه، ۱۳۹۳): د هرات ولایتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت ولایتي شورا ته نوماند یو کس د ناپېژاندو وسله والو له لوري له خپلو دوو زامنو سره یو ځای وژل شوی دی.

د هرات د ګذره ولسوالي ولسوال نثار احمد پوپل وايي، چې عبدالشکور رباط میرزا تېر ماښام خپل کور ته نږدې د دوو موټر سایکل سپرو له لوري وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره له ده سره يې دوه زامن هم وژل شوي دي او برید کوونکي له برید څخه وروسته په تېښته بریالي شوي. ولسوال د برید په اړه د پلټنو او د برید کوونکو د نېولو ژمنه وکړه، او زیاته یې کړه ، چې دوی هڅه کوي د عبدالشکور رباط میرزا قاتلان پیدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د هرات د سیمه یېز چارواکي هم د د ولایتي شورا د دغه کاندید د قتل او د پېښي د لامل په اړه ناخبري ښيي.
ویل کېږي، چې عبدالشکور رباط میرزا د ډاکټر نجیب په وخت کې په هرات کې یو ملیشه مسلح عسکر و.

تر اوسه د نوموړي د وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.
یاده دې وي چې په ورته وخت کې د فاریاب ولایتي شورا ته نوماند او په فاریاب کې د اربکیانو قومندان حیات الله سرخابي هم له یوې بمې چاودنې روغ وتلی دی.

سرخابی د جنبش ملي پخوانی غړی او اوس په سیمه کې د اربکیانو مشر دی. له دې پېښي څو ورځې وړاندې په غور کې هم ولایتي شورا ته یو نوماند تر وسله وال برید لاندې راغی او ووژل شو. همدارنګه تېره میاشت په کندهار کې د خان محمد افغان په نوم ولایتي شورا ته یو بریالی شوی خپلواک نوماند هم د کندهار ښار په زړه کې د پولیسو له لورې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x