روغتیاورزش

د ریال مدرید لوبډله د کرونا ویروس په لومه کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په تېره نږدې کې په اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په پراخه کچه زیاتې شوي چې له کبله یې د فوټبال کلبونه هم متضرر شوي دي.

د ریال مدرید هسپانوي کلب چې د نړۍ مخکښ کلبونو څخه دی د کرونا پېښو ښکار شوی چې یو شمېر لوبغاړي یې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

یاد کلب د یوې اعلامیې له مخې د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د ریال مدرید لوبډلې د مشاور روزونکي سربېره یو شمېر لوبغاړي (ګیرات بیل، مارکو اسینسیو، لوکا مودریج، اندری لونین او رودریګو) په کرونا اخته شوي دي.

د کرونا پېښو په ریال مدرید لوبډلو کې لویه ګډوډي رامنځته کړې چې د پنجشنبې په ورځ یې تمرینات هم وځنډول تر څو د لوبغاړو او عملې لپاره نورې معاینې هم ترسره کړي.

دا په دوو ورځو کې د کلب لخوا دریم اعلان دی چې د لوبغاړو په کرونا د اخته کېدو اعلان کوي، یاد کلب په وروستیو کې ویلي چې (لوکا مودریج او مارسیلو) هم په کرونا اخته شوي چې د ټولو ناروغ لوبغاړو شمېر 6 ته پورته شوی دی.

د ریال مدرید لوبغاړي اوسمهال په هسپانیه کې د پروتوکولونو سره سم د قرنطین تابع دي او راتلونکې یکشنبه یې د قادش لوبډلې سره لوبه هم ځنډولې ده.

بل لوري ته د انګلستان پریمیئر لیګ یو شمېر لوبې د کرونا له کبله وځنډېدې، چې ګڼ شمېر لوبغاړي او د لوبډلې عملې په کرونا اخته شوي دي.

د یادونې ده چې په اروپایي هېوادونو کې د کرونا پېښې په ځانګړې توګه د اومیکرون بڼه په پراخه کچه زیاتې شوي دي چې د نورو فعالیتونو سربېره یې د فوټبال فعالیتونه هم اغیزمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx