شعـــــرونه

محترم یعقوب صیب ته!/ حيدري

محمد اغا حيدري

سکون مې د زړګي شولې سالار ابن عمره
راتګ دې په وطن شو روڼ سهار ابن عمره

روان په سپینه لار یې ته د سپین مسیر ملنګه
موږ پل ږدو ستا په پل په دغه لار ابن عمره

زمونږه ناسور زخم ته مرهم مرهم پټۍ یې
زمونږه د زخمي زړونو قرار ابن عمره

دا ستا په پیرزوینه کې مشکور یم له پاک رب نه
راغلی په وطن یې شین بهار ابن عمره

د سرو ګلونو هاره ته هیڅکله خزان مشې
د هر غلیم رقیب سترګو ته خار ابن عمره

دا ستا په ښکلي مخ مې د عمر مینه ماتیږي
له تا سره دې مینې کړم اظهار ابن عمره

یعقوبه! ربﷻ دې وساته له هر افت په امن
کومه په دعاوو کې اسرار ابن عمره

را کاږم په ښایست دې د قلم زرینې کرښې
په ویاړ دې حیدري! لیکم اشعار ابن عمره

ـــــــــــــــــــــــــــ

محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx