شعـــــرونه

کلـه وژاړم ژړا شم کله وخاندم خندا شـم/ عمر صديق

عمر صديق

کلـه وژاړم ژړا شم کله وخاندم خندا شـم
کله خپـل زړه ته غږیږم کله ورک شـم ترې پناه شم

کله خوښ یمه شادان یم کله غم له ما طواف کړي
کله درد رانه چاپېر شي بې ملهم شم بې دوا شـم

زه د خپل ارمان په اور کې تل سوځیږم ویلي کیږم
زه مې ماتو هیلو مات کړم چې ګیله شمه له چا شم

کله مړاوې غوټۍ ګل شي د رحمت شبنم پرې وشي
کله تږی تږی ګرځم دغه خوند ته په موسکا شم

زه طالب د انقلاب وم نوی ځوان نوی شباب وم
زه زخمي شوم په دې هیله چې شهید شم چې فدا شم

کله مینه راته خوند شي په خوندو کې یې لاهو شم
کله مینه درد جوړه شي بیا مجرم شم بیا سزا شم

زه زخمي زړګی ویـده شم او زخمي زړګی راکېنم
زه مې زړه خپله خوشحال کړم او خپل زړه ته تسلا شــم

زه عمر صدیق عاشق یم د حبیب دیدن پسې ګرځم
زه یې تل له ربه غواړم په سجده شم په دعا شم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx