افغانستان

یو شمېر امریکايي سناتورانو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادۍ غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): یو شمېر امریکايي سناتورانو د یو لیک له لارې د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې، ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

په دغه لیک چې د امریکا د کانګرس د ۳۷ غړو په لاسلیک د د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو ته استول شوی، د بایډن له ادارې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین څخه د مخنیوي لپاره باید ددې هېواد له خلکو سره مستقیمه مرسته وشي.

ددې سناتورانو په ډله کې جمهوریت پلوه او دیموکراتان هم شامل دي، وايي چې د افغانستان اسلامي امارت سره کومه خواخوږي نه لري؛ خو ټینګار کوي چې افغانانو سره دغه مرستې باید په داسې طریقه وشي چې د افغانستان نوي حکومت ته سیاسي مشروعیت هم ور نه کړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکايي سناتورانو له دې ګام څخه هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې باید په نړیواله کچه دغسې غوښتنې لازیاتې شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې داسې لیکلي: «موږ په امريکا کې د يو شمير کانګرس غړو او نورو جهتونو له خوا افغانستان سره د مثبت تعامل په هکله غږ پورته کولو ستاینه کوو او د نړۍ په سطحه د داسي غږونو لا پراخولو غوښتونکي يو ترڅو افغانانو ته د هغوئ ټول مشروع حقوق ورکړل شي او چا ته اجازه ورنکړل شي چې نور افغان ولس وځوروي. د افغانستان د شتمنيو کنګل، همدارنګه د بانکي سیسټم کي ستونزي د بشري ناورین لامل ګرځي.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ازبکستان، چین او پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له نړیوالې ټولنې په پرلپسې توګه په افغاسنتان د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنې کړي دي؛ خو لاهم د افغانستان شتمنۍ نه دي آزادې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx