
نړیوال استکبار له تجاوزه تر ماتې(۱- برخه)
رحمت الله فیضان
۱-د تجاوز پلمه
۲-د تجاوز پیل
۳-د اسلامي امارت سقوط
۴-جنګي جنایت
۵-داشغالګرو تلفات
۶-د جګړي مصارف
د امریکا ماته او تېښته
۲۰۰۱ میلادي کال د سپتامبر ۱۱مه:
د امریکا پر دوو تجارتي څلو د دوو تښتول شويو الوتکو پر مټ مرګوني حمله وشوه چې له امله یې د دریو زرو شاوخوا کسان پکې ووژل شول، متحده ایالاتو له ځنډ پرته د دې حملې نسبت په افغانستان کې عرب مجاهد اسامه بن لادن چې دا مهال د القاعدې په نامه د عرب مجاهدینو د تنظیم مشر و وکړ، امریکایانو اعلان وکړ چې د امریکا په تجارتي څلو حمله په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د اسامه بن لادن له لوري طراحي شوې وه او په دې موخه یې دوو کسانو ته د لوګر ولایت د مس عینک په کمپ کې روزنه ورکړې وه.
د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش له دې حملې لږ وخت وروسته اسامه بن لادن چې دا مهال په افغانستان کې اوسیده پړ وباله، په یو کنفرانس کې یې پنځه پریکنده ټکي افغان دولت ته دا ډول واورول:
۱-د القاعدې ټول رهبران دې متحده ایالاتو ته وسپارل شي.
۲-د طالبانو په زندانو کې چې څومره خارجي بندیان دي هغوی دې آزاد او متحده ایالاتو ته وسپارل شي.
۳-په اسامه بن لادن پورې مربوط د روزنې ټول مرکزونه دې وتړل شي.
۴- ټول تروریستان او د هغوی ملاتړي دې په ګوته او متحده ایالاتو ته وسپارل شي.
۵-متحده ایالاتو ته دې عام و تام اجازه ورکړل شي ترڅو د تروريستانو کمپونه بررسي کړي.
جورج بوش ډبلیو بوش په ډیر تکبر اعلان وکړ چې تروریستان دې راوسپارل شي که نه هغوی(طالبان) به هم د دوی په برخلیک اخته شي، زموږ جګړه به د القاعدې په خلاف پیل شي خو هم هلته به پای ونه مومي.
متحده ایالاتو د نیویارک په حملو کې د۱۹تنو نومونه یاد کړل چې یو هم پکې افغان نه و، په دې کسانو کې ۱۵ تنه سعودیان، دوه تنه د متحده عربي اماراتو اتباع، دوه تنه د مصر او لبنان اتباع په ګوته شول.
افغان دولت (اسلامي امارت) هغه مهال په پاکستان کې د خپل سفارت له لارې یوه اعلامیه خپره کړه، په اعلامیه کې راغلي وو چې دوی داسې سند په لاس کې نه لري چې وښیي د نیویارک په حملو کې دې د اسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي، همدا راز اسلامي امارت اعلان وکړ چې اسامه بن لادن د دوی په هیواد کې میلمه دی د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور له مخې اسامه بن لادن په افغانستان کې د پناه اخیستلو او اوسیدلو حق لري.
اسلامي امارت درې ځلې له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې په اړه که امریکا کره شواهد او اسناد په لاس کې لري دوی به په افغانستان کې هغه محکمه کړي، خو د متحده ایالاتو له لوري دا وړاندیزونه رد شول.
د جګړې پیل:
له هغه وروسته چې اسلامي امارت، متحده ایالاتو ته د اسامه بن لادن له ورسپارلو ډډه وکړه امریکايي ځواکونو او سي آي ای د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملتیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه رسماً پر افغانستان یرغل پیل کړ. special activities division او سیا د امریکا لومړني ځواکونه ول چې ښه د افغانستان په خاوره کې پښه کېښوده، دا ځواکونه وروسته بیا د امریکا د ځمکنیو ځانګړو ځواکونو په نامه یاد شول چې وروسته بیا د ايم ۱۵ په نامه نور ځواکونه هم ورسره یو ځای شول.
دغو ځواکونو له شمالي ټلوالې سره په ګډه د افغان دولت (اسلامی امارت)پر ضد ګډ عملیات پیل کړل چې وروسته بیا بریتانوي او استرالیایي ځواکونو هم د متحده ایالاتو په ملاتړ د جګړې ډګر ته را ودانګل.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د کابل- جلال آباد او کندهار په هوایي ډګرونه د امریکایي ځواکونو له لوري بمباري پيل شوې، ډبلیو بوش پر افغانستان د خپل یرغل ننداره د سي ان ان تلویزیون له لارې کوله، بوش د افغانستان خلکو ته ډاډ ور کاوه چې د هوا له لارې به خواړه، درمل او جامې ور ورسوي.
امریکایي بم غورځوونکو الوتکو د افغان دولت ( اسلامي امارت) د هوایي مدافعې له ویرې له ډیر لوړې ارتفاع بمونه غورځول او لومړني اهداف یې په کندهار، کابل، جلال آباد کې په نښه کړل، د څو ورځو په تېرېدو سره د افغان دولت د هوایي مدافعې سستم له منځه لاړ او افغان ځواکونو ته درانه صدمات واوښتل.
له دوو اوونیو تېریدو وروسته د افغان دولت مسلح مخالفین چې دا مهال د یرغلګرو له ډلې سره یو ځای شوي وو له امریکایانو وغوښتل چې خپل حملات د جګړې پر لومړۍ کرښه متمرکزې کړي.
د ۲۰۰۱ کال د نومبر په لومړیو کې د افغان دولت دفاعي لیکې د امریکا د سي ۱۳۰ الوتکو له لوري چې د بي ال یو ۸۲ ډوله بمونه یې له ځان سره لیږدول بمبار کړي، افغان ځواکونو چې د پر مخ تللې جګړې تجربه نه درلوده نو د دښمن مخته به په رڼه میدان ولاړ ول او تګ راتګ به یې کاوه له پرمختللې جګړې سره د افغان ځواکونو نابلدي د یرغلګرو هوایي ځواک ته دا چانس ور کاوه چې په ډيرې اسانۍ سره دوی تر خپل خپل هدف لاندې راولي.
د نومبر په دوهمه د افغان دولت( اسلامي امارت) پر دفاعي کرښې د امریکایي ځواکونو په مټ د افغان دولت( اسلامي امارت) مسلحو مخالفینو چې دا وخت د اشغالګرو برخه ګرځیدلې وه په مزار شریف حمله وکړه او د طالبانو اکمالاتي لارې یې وتړلې چې په دې کار سره په مزار شریف کې میشت طالبان د ټلوالې له لوري محاصره شول.
د افغان دولت (اسلامي امارت) سقوط:
نور بیا …….