افغانستان

افغانستان په لومړي ځل خپله کلنۍ مالي بودیجه له بهرنیو مرستو پرته چمتو کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): افغانستان په لومړي ځل وتوانېده چې خپله کلنۍ مالي بودیجه له داخلي عوایدو څخه چمتو کړي.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقل وايي، چې د ۱۴۰۱ل مالي کال بودیجه یې له بهرنیو مرستو پرته چمتو کړې او ډیر ژر به یې د تایید لپاره ریاست الوزراء ته واستوي.

نوموړي دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ د لیندۍ (۲۶مه) له ملي تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د وزیرانو شورا په لنډ وخت کې ددې بودیجې په هکله پرېکړه وکړي.

که څه هم ښاغلي حقمل د راتلونکي مالي کال د بودیجې دقیقه شمېره نه په ګوته کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې د ۱۴۰۱ل مالي کال ټول عادي او انکشافي بودیجه به د هېواد له داخلي عوایدو څخه تأمینیږي.

د دولتي مامورینو د معاشاتو په هکله نوموړي ویلي چې دا لړۍ روانه ده او ټاکل شوې ده چې د روان مالي کال تر پایه(لیندۍ تر ۳۰مې) دولتي مامورینو ته د سنبلې او میزان د میاشتو معاشونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان اقتصاد او ۷۵ سلنه دولتي بودیجه د بهرنیو هېوادونو لخوا ورکول کېده؛ خو د څلورو میاشتو په تیرېدو د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت وکولای شول چې ټوله عادي او پراختیايي بودیجه له کورنیو عوایدو څخه پوره کړي.

په تیر ۱۴۰۰ل مالي کال د افغانستان بودیجه ۴۷۳ ملیارده افغانۍ وه، چې له دې جملې څخه ۳۱۱ ملیارده افغانۍ عادي او ۱۶۱ ملیارده پراختیايي بودیجه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x