افغانستان

د سعودي عربستان د مرستو له ۶ الوتکو څلور کابل ته را رسېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سعودي عربستان له ژمنه کړو مرستو ۴ الوتکې مرسته تر اوسه کابل ته را رسېدلې ده. یاده مرسته د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز له خوا د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري کابل کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې. سعودي عربستان ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د بشري مرستو شپږ الوتکې او ۲۰۰ کانتینره مواد مرسته کوي.

د راپورونو له مخې تر اوسه له یادو شپږ الوتکو بشري مرستو ۴ الوتکې مرسته کابل کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې او پاتې دوه الوتکې بشري مرسته به سبا را ورسېږي.

د ملک سلمان خیریه بنسټ مشر سعد القحطاني العربیه تلویزیون ته په کابل هوایي ډګر کې ویلي، چې دوی د هوا له لارې له راوړې ۱۹۷ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مرستې سربېره په را روانه اونۍ کې ۲۰۰۰ ټنه نوره بشري مرسته هم د تورخم له لارې افغانستان ته رالېږدوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ د بېړنیو مرستو د مشر فهد العصيمي پر وینا د دوی له لوري افغاني سرې میاشتې ته په دې سپارل شوې مرسته کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانې او یو شمېر نور توکي شامل دي.

یاده مرسته نن کابل هوایي ډګر کې د سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي ته سپارل شوې.

ملا نورالدین ترابي نن کابل کې د سعودي عربستان له سرپرست سفیر سره د سعودي عربستان د رالېږلو مرستو په اړه په کابل هوایي ډګر کې په لیدنه کې خبریالانو ته ویلي، چې د دوی سترګې له نورو ټولو هېوادونو ډېرې سعودي عربستان ته ور اوړي.

ترابي ویلي، چې د دوی سترګې سعودي عربستان ته ځکه ډېرې ور اوړي، چې سعودي عربستان د اسلام مرکز دی او د دوی هیله ده، چې سعودي عربستان له نورو هېوادونو ډېر د افغانستان لاسنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx