نظــر

شل‌کلن ډالر په کوم قیمت؟

عبدالرقيب رقيب

د اشرف غني د ادارې د استخباراتو لوی رئیس محب الله محب له امریکاغږ سره په پرونۍ مرکه کې په ډیر صراحت سره وویل چې: موږ هیڅکله د بهرنیو ځواکونو له (اجازې) پرته هیڅ عمل نه دی ترسره کړی، نه وزیر داخله، نه رئیس امنیت او نه لوی درستیز کوم فعالیت د دوی له اجازې پرته ترسره کړی دی.

په جهموریت کې په ظاهره دا ټول مسؤلین د جمهور رئیس له لوري ولسي جرګې ته ورپیژندل کیدل او هغوی د باور رایه ورکوله وروسته د کار ډګر ته وړاندې کیدل.

جمهور رئیس او د ولسي جرګې غړې د عامه ټاکنو په نتیجه کې د ریاست او جرګې پوري رسیدلو… خو صلاحیت یې دا و چې د دوی له لوري ټاکل شوي مهم وزیران د بهرنیانو اجازې ته ګوري، په ډاګه اعتراف کوي چې حتی یوه زره فعالیت یې د بهرنیانو له اجازې پرته نه‌شو کولای.

نو د ولس رایه، د ولس په نمائندګۍ تر ارګه رسیدل او ولس ته وعدې ورکول څه شول؟!

د محب اعتراف په ډاګه کوي چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان فضا، خاوره، ولسونه، د ولسونو رایه، حکومت او هرڅه د بهرنیانو له خوا اداره کیدل.

ایا د همدې ولسواکۍ لپاره مو دوه لسیزې په لکونو افغانان ووژل؟!
ایا د همدغې ولس‌واکۍ لپاره لا هم د استقلال سره په جنګ یاست؟!
دا شل کاله ډالر چې تاسو مفت بلل په کوم قیمت مو ترلاسه کول؟ او په کومو لارو مو مصرف کړل؛ خیر چور به یې نه یادوو!

ایا اوس هم غواړئ په هماغه قېمت د نړيوالو ډالر ترلاسه شي؟!
د دغسې نظام لپاره بیا هم انتظار باسئ؟ لا هم فعال حکومت ته د ډالرو د نیستۍ طعنې ورکوئ؟!ْ

ولس مو ویني، مخکې به یې یوڅه ویده و مګر اوس ټول ویښ شوي دي؛ هیڅکله به ستاسې جفاګانې هېرې نه‌کړي او دوهم ځل به ستاسې په منترونو ویده نه شي؛ په تاسې هم ناوخته نه ده؛ توبه‌ګار شئ، ولس ته مراجعه وکړئ او د تېرو جنایاتو نه ځانونه پاک کړئ کنه په غرب کې به د تېر په نسبت لا زیات بې عزته او بې واکه شئ آن د خپلو جسدونو واک به ونه لرئ.

عبدالرقيب رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx