افغانستان

د «تتمة النظام في تاریخ القضاء في الاسلام» کتاب چاپ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د «تتمة النظام في تاریخ القضاء في الاسلام» کتاب له چاپه راووت.

دا کتاب چې د قضاء په برخه کې یو ارزښتمن اثر بلل کیږي د افغانستان اسلامي امارت د قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني لخوا لیکل شوی، د «مکتبه قاسم  العلوم» لخوا په نوي او ښایسته ډیزاین چاپ او لوستونکو ته وړاندې شو.

ددې کتاب ټول مینه وال او په ځانګړې د قضاء او افتاء څانګو طالبان، قاضیان، مفتیان او عام لوستونکي کولای شي د هېواد له ټولو مشهورو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني تردې وړاندې هم په یو شمېر موضوعاتو علمي رسالې او آثار لیکلي چې ځینې چاپ او ځینې تراوسه د چاپ په ګاڼه سینګار شوي نه دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

دا ښه خبره ده، خو کاشکې چې شيخ صاحب له پيله په دې ايات کې تحقيق کړی وای چې : … قال ان الله اصطفاه وزاده بسطة في العلم والجسم … د مشر ملا صاحب ټاکنه د کرنيل امام په لارښوونه او د هغه په شتون کې څنګه وه؟ يو څوک چې قضايي احکام له نبوته تر خپل امارته څېړلی شي، نو هغه بيا په دې هم سوچ او تحقيق کولی شي چې دلته مزاحمت څه وو؟ او ولې په ټوله شل کلنۍ کې د بيا کتنې لاندې ونه نيول شو؟ بله دا چې شيخ صاحب به خامخا د اميرالمؤمنين… نور لوستل »

محمد

خدای مو خوار کړه، په څه کارو مو سر شو. خلک څه غواړي او تاسو څه کوئ. دا کتاب به کوم درد دوا کړي؟ طالبانو دا ځلې مو بیا ډېر خطرناک راتلونکی په انتظار دی. که سم نه شئ، دا ځل به داسې ورک شئ چې تاسو او ستاسو د اسلام نښې به هم څوک و نه ویني. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx