نړۍ

انډيپينډينټ: اسراييل د فلسطينيانو پر ضد بريتانوۍ وسلې کاروي

نن ټکی اسیا(سې شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳:) له لندنه خپريدونکې «انډيپينډينټ» ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې اسراييل د فلسطينيانو د وژنې لپاره بريتانوۍ وسلې کاروي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د وسلو د سوداګرۍ ضد ادارې ته «CAAT» د يو شمېر باوري اسنادو له مخې جوته شوې، چې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې اسراييلو بريتانوي ټانکونه، جيټ طيارې او توغندي د فلسطينيانو د وژلو لپاره کارولي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې ۲۰۱۰ ز کال راهيسې د بريتانيې او اسراييلو تر منځ د د ۴۲ ميليونه پاونډه په ارزښت د وسلو تجارت شوی دی.

د بريتانوي حکومت د دې اقدام له امله د بريتانيا په پارلمان کې هم لانجې او شخړې رامنځته شوي دي.

د دغه پارلمان يو شمېر وکيلان پر حکومت تور لګوي، چې پر غزه باندې د اسراييلو د روانو ترهګريزو بريدونو سره همکاري کوي، داسې بریدونه؛چې تر اوسه يې له ۱۴۰۰نه زيات بې دفاع فلسطيني وګړي وژلي دي.

د سرچینې په باور، اسراييل په نړۍ کې د بريتانوي وسلو تر ټولو ستر سوداګر هېواد دی او غواړي، چې پر غزه باندې په خپلو بريدونو کې تر ډېره کچه بريتانوۍ وسلې وکاروي.

د کارپوهانو په اند، که د بريتانوي حکومت پر ضد دا تورونه ثابت شي؛ نو د ډيوډ کيمرون حکومت به له سختو قانوي ستونزو سره مخ شي.

د بريتانيا حکومت وياند وايي، چې دوی به په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي، چې ايا رښتيا هم اسراييل بريتانوۍ وسلې د ولسي وګړو پر ضد کاروي او کنه او له هغې وروسته به بیا په دې اړه پر خپلې پرېکړې بيا کتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x